ايران د ډوب کړل شويو افغان ځوانانو په هکله انکارکوي

روهي (درې نۍ/۲۱ د غبرګولي)،  د ۱۳۹۹ کال، غوايې مياشتې به ۱۷ مه نېټه، افغان ځوانانو ډوبېدنه د ايراني ځواکونو له خوا رد شوې او د ايران دولت وايې چې دا پېښه د افغانستان خاوره کې تر سره شوې ده.

سره له دې چې د شاه ولي په نوم  يوتن له هغو کسانو څخه دی چې لدې پيښې څخه ژوندئ پاتې دی، داسې وايې: "مونږ ټول ۵۷  کسان وٶ او له دې څخه ۲۳ کسان ډوب کړل شول، چې هغو کې يو ۱۳ کلن ماشوم هم وٶ.

مونږ ايراني ځواکونو ته ډېر وژړل. هغوى ته مو عذر وکړ، خو بياهم دوى دا وحشيانه اوغير انسانې کړنه سرته ورسوله." 

محمد حنيف اتمر د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وايې: "۱۶ تنه وژل شوي، جسدونه يې پیدا شوي، او له ۱۸ - ۲۰ نور ور دي."

پدې اړه خبرې - اترې روانې دي، خو لا تر اوسه د ایراني او افغان پلاوي پلټنو او ناستو کوم څرګند پايله نهه ده ورکړې.