د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د لسګونو ځوانانو او مشرانو په ګډون د مرغومي لومړۍ شپه د کال د اوږدې شپې په توګه په لومړي ځل ولمانځل شوه. 
په دغه شاعرانه بنډار کې د مشاعرې تر څنګ د رباب زړه راښکونکې نغمې، اتڼ او ډرامې وړاندې شوې.
که څه هم یاده شپه د (شب یلدا) په نامه د بلخ ولایت غیر پښتني فرهنګیانو له خوا هرکال لمانځل کېده؛ خو د بلخ پښتنو فرهنګیانو د خپلې ژبې او کلتور د ساتنې او بډاینې په موخه په لومړي ځل ولمانځله. 
د بلخ ادبي خوځښت غړي جاوید څلي وویل، چې پښتني فرهنګیان غواړي، چې د نورو فرهنګیانو تر څنګ د خپل کلتور او فرهنګ د ساتنې لپاره فعاله واوسې. 
نوموړي زیاته کړه، چې همدارنګه د بلخ فرهنګیان د څیلې د شپې په لمانځنه ښيي، چې دوی فعاله دي.
په دغه بنډار کې د ځوانانو تر څنګ سیمه ییزو قومي مشرانو هم برخه اخیستې وه.
ډاکټر وکیل متین د بلخ ولایت یو قومي مشر وویل، چې د ځوانانو د تشویق او یو موټي کېدو په موخه یې د څیلې د شپې بنډار په لاره اچولی وو. 
د نوموړي په وینا هوډ لري، چې نور به د ځوانانو په ملاتړ د څیلې شپه هر کال لمانځي. 
د یادونې ده، چې بلخ ادبي خوځښت د څیلې شپې سربېره د نوي کال او اخترونو په مناسبت ادبي ناستې ا و بنډارونه جوړوي.
