د سريلنکا هير شوي افغانان

د نولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې سيلون (سريلنکا) ته له هند او برتانوي کالونيو څخه ګڼ شمېر کډوال راغلل او دغه ټاپو کې مېشت شول. په دوی کې د مدراس او مالابار کاريګر هم شامل وو. دوی په لوړو سيمو کې د چای، کافي او ربړو د نيالولو (کېنولو) له پاره راوستل شوي وو. له سويلي هند څخه هم خلک سريلنکا ته راغلي وو. په دوی کې يوه کوچنۍ ايتنیکي ډله افغانان وو. افغانان سريلنکا ته د برتانويانو له لوري د اس ساتونکو په توګه راوستل شوي وو چې د شلمې پېړۍ په راتلو سره يې ډېر کسان سوداګر شول. زياتره افغانان پښتانه وو چې د افغانستان، خېبرپښتونخوا او بلوچستان اوسېدونکي وو او په سريلنکا کې په بهاي Bhais سره پېژندل کېدل.
 
د ۱۸۸۱ د سرشمېرنې له مخې د افغانانو شمېر څه باندې زر تنه وو. په ۱۹۰۱ کې يې شمېر راکم او ۲۷۰ تنه شو. په ۱۹۱۱ کې ۴۶۶، په ۱۹۲۱ کې ۳۰۴ او په ۱۹۴۶ کې يې شمېر ۵۵۱ تنو ته لوړ شو. له دې وروسته بيا د سريلنکا په سرشمېرنه کې د افغانانو يادونه نه شته. د ۱۹۱۸ د پور ورکولو، تابعيت او نورو لايحو له امله په سريلنکا کې د افغانانو شتون ورک شو. خو بيا هم ګڼې کورنۍ شته چې په سريلنکا کې د پښتنو د شجرې لرلو ادعا کوي.
 
هغه افغانان چې سريلنکا کې اوسېدل، نو د Afghan karzyo, Pattani, Kabul Manishen په نومونو يادېدل، خو تر ټولو مشهور يې بهايي و چې نه يوازې د افغانانو افکس Affix نوم و بلکې د ثبتولو رسمي لقب يې هم و. زما (ضمير کريم)  پلارنی غور نيکه افغان (پښتون) و او غني کريم خان بهايي نومېده. هغه د کوچ چلوونکی و او سريلنکا کې يې دايمي استوګنه غوره کړې وه. هغه له يوې سريلنکايۍ سره واده کړی و. افغانانو کې د اپريديانو، غلجيانو، يوسفزيو، احمدزيو، کاکړو او نورو قبيلو خلک و او د خان نوم يې درلود. برتانويانو به د بهايي Baay په نوم ثبتول. هدف دا و چې د افغانانو او نورو لږه کيو تر منځ توپير وشي. جالبه دا وه چې د سريلنکا مالايي اوسېدونکو به افغانان Bangali Orang (د بنګال سړی) باله. د دې لامل دا و چې پښتنو به بنګال ته، په ځانګړي ډول کلکتې ته، ډېر سوداګريز تګ راتګ کوه. کلکته هغه وخت د برتانوي هند مرکز و. کلکته کې اوس هم ډېر شمېر پښتانه اوسېږي چې کابلي والا (د کابل سړی) ورته وايي. د رابندرانات ټاګور کتاب کابلي والا په يو پښتون سوداګر راڅرخي. دغه کتاب په ۱۸۹۲ کې ليکل شوی دی.
 
پښتانه جنګيالي
د پنځلسمې پېړۍ په وروستيو کې د کابل د ټوکرو (رختو) پښتنو سوداګرو يوې کوچنۍ بېړۍ د Batticaloa په بندر کې د توپان له امله پناه واخيسته. هغه مهال په ختيځه څنډه کې  د تامل کب نيوونکو قبيلو ژوند کوه. ډېرو قبيلو يو بل سره جګړې وکړې. د Mukkuvars قبيلې له پښتنو سره د Thimilar پر ضد اتحاد وکړ. لوړو او پياوړو پښتنو سوداګرو د Mukkurvars سره مرسته وکړه او د Thimilar د بريد مخه يې ونيوله. په Batticaloa کې د ډېرو سيمو نومونه له دغو جګړو اخيستل شوي دي. د يوې سيمې نوم Sathurukondan دی چې مانا يې (چېرته چې دښمن وژل شوی وي) ده. د دغې سيمې اشاره د Thimilar د قبيلې مشر ته ده چې دلته وژل شوی و. دغو پښتنو ته د ډالۍ په توګه له ځايي ښځو سره د واده اجازه ورکړل شوه چې بيا په هغې قبيلې کې منحل (ګډ شول) شول چې پښتنو بيا خپل مشخصات اوکلتوري شناخت وبايله.
 
د برتانوي حکمرانۍ لاندې
د پښتنو کډوالو اکثريت يې بې سواده او نېستمن وو. په سريلنکا کې د کډوالۍ په لومړيو کالونو کې په کارګرۍ ګومارل شوي وو او يا به يې په کليو کې سوداګري کوله. زما (ليکول) د مورنۍ نيا له قوله چې ځينو پښتنو به د ايچ ايم موساجي سره کار کوه.
 
د ډبليو ايس موري د يو رپوټ له مخې، پښتانه اصلن سريلنکا ته د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه د اس ساتونکو په توګه راغلي وو. د اس ساتنې تر څنګ، پښتنو به په کروندو کې هم کار کوه، ځينو يې په کوچنيو ښارونو او کليو کې په کوچنیو پلورنځيو او د ترکاريو په پلورنځيو کې هم کار کوه. دغه راز، ځينو به په کورونو کې د نوکرانو او خدمت کوونکو په توګه هم دندې کولې. ځينو به د ګارډ (ساتونکي) په توګه هم دندې کولې او د سريلنکا په پوسته خانه کې يې هم کار کوه. سريلنکا کې مېشتو پښتنو سړيو له ځايي ښځو سره ودونه وکړل چې زياتره يې د Moor او Malay مسلمانې ټولنې څخه وې.
 
پور ورکوونکي پښتانه
پښتنو د خپل وضعيت د ښه والي له پاره د پور ورکول پېل کړل. د پښتنو لوی اکثريت د پور د ورکړې د يوه منظم سېسټم له امله ښه (نيکمرغه) شول. د ۱۹۳۰ کالونو په اوږدو کې تقريباً ټول پښتانه پور (کرېډېټ) ورکوونکي وو. پښتنو په ډېرې ګټې سره پور ورکوه. د سريلنکا خلکو به هم له پښتنو څخه پېسې اخيستې او هغو کسانو چې به ترې پېسې اخيستې وې، نو بېرته سپارل به ورته ستونزمن و. پښتانه سود (ګټې) اخيستونکې به د Slave Island او کلا په کوڅو کې ليدل کېدل. زما (ليکوال) د نيا په حواله، پښتنو ګټې اخيستونکو به دغلته د غرمې خوب هم کوه او له خپلو پوروړو څخه به يې د خپلو پېسو اخيستو له پاره انتظار کوه.
 
Menon  ليکي چې د رېل ګاډي اکثره سټاف د پښتنو پوروړي وو او کله چې به يې پښتانه وليدل نو د ټېکټ په پېسو به يې سترګې پټولې. دغه پښتانه پور ورکوونکي د ظالمانه چلند په اړه مشهور وو. داسې مثالونه شته چې پښتنو په زور د خپلو پوروړو کورونه نيولي او په کالونو په کې له کرايي پرته اوسېدلي دي. Pippet په خپل کتاب کې د دغو پېښو په اړه غږېدلی دی. يو ځای کې ليکي چې يو افغان په يو بنګالي پوليس باندې خونړی بريد وکړ، خو افسر مارشال په موقع راورسېد. پوليس یې روغتون ته ولېږه او افغان يې ونيوه.
 
کلتوري شناخت
سريلنکايي پښتانه د خپل پښتني ظاهري شکل په اړه مشهور وو چې په کې پيراهن/خت او پرتوګ شامل وو. پښتنو به پوځيانو ته ورته بوټان په پښو کول او لونګی/دستار به يې په سر کوه. پښتنو به تل له ځان سره اوږدې لښتې هم ګرځولې. دغه لښتې به يې د خپلو پوروړو له پاره ګرځولې.
 
که څه هم پښتنو به خپل منځ کې په پښتو خبرې کولې، خو په سنهالي، تامل او سريلنکايي مالايي به يې هم خبرې کولی شوې. د يادولو وړ ده چې په Slave Island کې د مالايي ويکانډا جومات مشر ملاتړی (ساتونکی) اصلن پښتون و. د ۱۹۶۰ کالونو پورې په Slave Island کې پښتانه اوسېدل. پښتنو په Parson کې يو کوچنی جومات هم درلود چې د جومې مانځه او حج له پاره به په کې راټولېدل. دغه راز، د پهلوانۍ او بزکشۍ له پاره به هم رايوځای کېدل.
 
پښتنو به تل خپل مشران درلودل او خپلې ستونزې به يې د جرګې له لارې حل کولې. سره له دې چې سريلنکايي پښتانه له سترګو پناه شوي دي، خو بې له شکه يې زموږ په ټاپو نه هېرېدونکې نښې پرېښي دي.
 
يادونه: ليکوال (ضمير کريم) د طب ډاکټر، مؤرخ او ليکوال دی چې د سريلنکا په ايتنيکي ډلو يې ليکل کړي دي او د سريلنکا په مالايي خلکو يې دوه کتابونه هم ليکلي دي.
___________
د سريلنکا هير شوي افغانان
ليکوال: تون ايم. ضمير کريم
ژباړن: زاهدخليلي
سرچينه: کولمبو ټيليګراف