د خصوصي ښوونځيو څښتنان حق نلري چې په اوسني ناورين کې دې د ښوونکو د بې روزګارۍ غږ د خپلې ګټې لپاره پورته کړي.
کله چې په ١٣٩٠ کال کې له لېسې فارغ شوم، د همدې کال د سنبلې۔ وږي د ١٣ نېټې څخه مې په خصوصي معارف کې کار پيل کړ، چې له تدريسه نيولې آن تر مديريت پورې مې دنده اجراء کړې او اوس هم په يوه اداره کې د اداري مدير په حيث دنده تر سره کوم.
د ښوونځيو د کيفيت او معيار په اړه هيڅ هم نه وايم، خو څرګنده ده چې ښه نتيجه يې ورکړې او هيوادوال ترې تقريبا بشپړ رضايت څرګندوي.
د هر کال کلنۍ رخصتۍ چې راشي بې شمېره ښوونکي، ډرېوران، حتی څوکيدارانو ته، د رخصتۍ تنخواه نه ورکول کېږي. د دوی په اړه نه هیچا نه کارمندانو او نه اتحاديې غږ اوچت کړ او نه يې څوک په کيسه کې وه، چې د دوی ژوند به څنګه تېرېږي.
کله چې کويډ۔ ١٩ په نړۍ حاکم شو، په ټوله دنيا کې هر څه مثلاً تعليمي مراکز، تجارت، تر دې چې غټې غټې کمپنۍ هم وتړل شوې او کله چې حالات اضطراري شول، دولتي مامورين هم په کور کيناستل.
تمه وه چې د انفلونزا په څېر دې کرونا هم ژر ختمه او هر څه دې بېرته عادي حالت ته را وګرځي، خو نه داسې ونه شول، بشري ناورين اوس هم مخ په پراخېدو دی او بشر د ژوند له خطر سره لاس او ګرېوان دی.
مشهوره خبره ده چې تېز راشي تېز به بېرته ځي، مګر کرونا دا خبره غلطه ثابته کړه او تر اوسه لا پاتې ده او پښې يې غځولي دي.
پدې اوږده موده کې د خصوصي ښوونيزو ادارو څښتنانو ته زيان متوجه شو، چې د خپلو کاروبارونو زيان ته په کتو د خصوصي ښوونځيو اتحاديې د ښوونځيو د پرانستلو لپاره ډول ډول طرحې جوړې او اړوند ارګانونو ته يې وسپارلې، چې د هغوی لخوا مثبت ځواب ځکه ورنکړل شو چې تر زده کړو انساني ژوند ډېر مهم دی.
يادې اتحاديې د خپلو پلانونو مطابق د تېرې چهارشنبې په ورځ د روان کال د جوزا۔ غبرګولي د مياشتې له ١٤ نېټې سره برابره وه، سوله ییز لاريون وکړ او په هغې کې يې د خصوصي تعليمي مراکزو، د ١٠٠٠٠ لس زره ښوونکو د بې روزګارتيا، د زده کوونکو د تعليمي سويې د ټيټ والي په پار غږ پورته کړ.
اتحاديه او د لاريون ګډونوال پکې په رسنيز ډول له کلکو حساسيتونو سره مخ شول، د اتحاديې لخوا پر بينرونو او لوحو په واضح ډول ليکل شوي وو چې په تېرو درو مياشتو کې خصوصي ښوونځيو درې سوه مليونه افغانۍ تاوان کړی، دولت دې موږ ته د بيا پرانستلو لپاره ژر ځواب ووايي او که نه د غبرګولي په ١٧ نېټه به پخپل سر ټول خصوصي تعليمي مراکز پرانيزو.
زه د يو کارکوونکي په حيث وايم چې د اړوندو تعليمي اداراتو څښتنان کولای شي، خپل غږ پورته او تر لوړو مقاماتو يې ورسوي، چې څومره په حق او يا ناحقه دي، په هغې يې هم نه غږېږم، مګر د کارمندانو له بې روزګارۍ دې اتحاديه ګټه نه اخلي، ځکه چې د معمول مطابق هر کال له دوو تر درو مياشتو د خصوصي معارف د برخې کارکوونکي بې روزګاره او بې تنخوا په خپلو کورونو کې ناست وي او له اقتصادي ستونزو سره مخ وي، هيچا يې هم په اړه غږ ندی پورته کړی، نو اوس د خصوصي تعلیمي ادارو څښتنانو ته وایو چې تاسو دا حق نه لرئ چې خصوصي معارف د برخې د اداري، تدريسي او خدماتي پرسونل له بې روزګارۍ د خپل ځان او تجارت د بهبود لپاره ګټه واخلي.
وروستي