خوست کې  زرګونه کسان تبه او د ستوني درد لري؛ مالومه نه ده چې کرونا ده او که کوم بله ناروغي 

روهي (جمعه/۱۶ د غبرګولي)، يو شمېر خوست ښاريانو او ځايي ډاکټرانو دويچه ويله پښتو ته ويلي دي چې له تېرو و اوونيو راهيسې په زرګونه خوستيان د تبې او ستونې درد څخه شکايت کوي. يو شمېر دا ډاکټران وايي چې دوی ته هم له سلګونه ناروغان راغلي چې له همدغه ناروغۍ شکايت کوي. 

د محمد ولي شاه پکتین په نوم يو تن ډاکټر دویچه ویله پښتو سره په خبرو کې ويلي دي، چې  د تیرې ورځې راهیسې یې تر ۱۲۰ ډیر داسې ناروغان په خپله معاینه خانه کې کتلي دي، چې تبه، دستونې درد او یو شمېرو یې زړه بدوالی درلود.

نوموړي زياته کړي،  "پرون مې تر ۷۰ ناروغان کتلي، چې نږدې ټولو یې تبه لرله، ستوني درد  او بې خوندۍ حس یې درلود. نن د جمعې ورځ هم تر ۵۰  ډير ورته ناروغان مي معاینه کړي. زه فکر کوم، نږدې ۷۰ سلنه خلک له نرمې تبې او ستونې درد څخه کړیږي".

د خوست عامې روغتيا رئیس ډاکټر حبيب شاه انصاري چې خپله هم په کرونا ويروس ککړ شوی دی، د یادې نښو او ناروغانو د شتون په تائيد سره وايي چې، ډېری خوستيانو د کوچني اختر په ورځو کې قرنطين مراعات نه کړ او اندېښنه دا ده چې ښايي دغه کسان په کرونا ويروس اخته شوي وي.