ايران وايي چې د افغان کډوالو يو موټر يې په مرمۍ وېشتی چې وروسته يې اور اخېستی دی 

روهي (جمعه/۱۶ د غبرګولي)، د ايرن په يز ولايت کې د هغه موټر انځورونه رسنيز شوي دي، چې د سرک په منځ کې پروت او اور يې اخېستی دی. دغه موټر کې افغان کډوال ناست وو. 

ايراني چارواکي وايي چې ياد موټر کې د انساني او نشه يي توکو قاچاق کوونکي ناست وو، چې دوی ورته د ودرېدلو امر وکړ خو موټر ونه درېد، وروسته يې پر هوايي ډزې وکړې او بيا يې د موټر ټاير ووېشت چې وروسته موټر اور واخېست. 

ويل کيږي چې ياده پېښه کې کې څلور افغان کډوال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي  دي. 

خو ايران کې افغان سفير عبدالفغور لېوال وايي چې ياد موټر کې افغان کډوال ناست وو چې موټر ټکر کړی او وروسته يې اور اخېستی دی. لېوال ويلي چې د ايراني چارواکو ادعا چې موټر کې انساني او د نشه يي توکو قاچاق کوونکي وو؛ د افغانستان او ايران بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ څېړل کيږي. 

د افغانستان ولسي جرګې او د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ويلي دي چې د ايراني پوځيانو له خوا د افغان کډوالو موټر په نښه کول او سوځېدل يو غېر انساني عمل دی او افغان حکومت يې بايد پلټنې وکړي. 

له دې وړاندې د ايران پوله ساتو ځواکونو له ۴۰ زيات افغان کډوال سيند ته اچولي وو چې ۱۴ کسان په کې مړه شوي او يو شمېر نور تر اوسه هم ورک دي.