که چېرې کور کې د کرونا ويروس ناروغ لری نو دغه روغتيا نړيوال سازمان دغه (لس) لارښوونې پام کې ونېسئ 

د روغتيا نړيوال سازمان لارښوونه کوي چې ګه چېرې د کرونا ويروس ملايمې نښې ولری نو روغتيايي مرکز ته د تګ پر ځای خپل کور کې پاتې شئ. کور کې د پاتې کېدو پر مهال د روغتیا نړيوال سازمان ناروغ او د کورنۍ غړو ته لاندې لارښوونې کوي. 

۱- ناروغ په داسې یوه کوټه کې وساتئ چې تازه هوا ورته رسيږي. یانې د کوټې ککړي او درواز چې خلاصه وي. 

۲- ناروغ دې د کورو نورو برخو ته ډېر تګ - راتګ نه کوي. که چېرې ناروغ ګډ تشناب او يا هم پخلنځي ته ځي - راځي، نو بايد چې د تشناب او پخلنځي کړکې خلاص وساتل شي. 

۳- د کورنۍ جوړ غړي  دي له ناروغ کس په ځانته کوټه کې پاتې شي، که چېرې دا شونې نه وي، نو لږ تر لږه يو متر واټن بايد وساتل شي.

۴- د ناروغ کس پالنه لپاره يو کس وټاکئ. د کورنۍ هغه غړی چې روغتيا يې ښه وي او په تېر کې يې کومې سختې ناروغۍ نه وي تېرې کړي د ناروغ کس د پالنې لپاره وټاکئ. هڅه مه کوه چې د کورنۍ نور غړي ناروغ ته نېږدې ورشي، چوپړ او پوښتنه يې وکړي. 

۵- هغه کس چې د ناروغ پالنه کوي، له ناروغ او د ناورغ مېشت چاپيريال او شته وسايلو سره له اړيکې وروسته بايد هر ځل لاسونه په صابون او يا هم ضد عفوني مايع سره ومېنځي. 

۶- ناروغ کس بايد ماسک واغوندي او هره ورځ يې تبديل کړي. ماسک او لاس پاغو له استعمال وروسته په سر بند کثافت دانۍ کې واچوئ. 

۷-  ناروغ پالونکی کس بايد طبي ماسک او لاس پاغو واغوندي.

۸- ناروغ او ناورغ پالونکی بايد هغه ماسک او لاس پاغو چې يو ځل يې استعمال کړي وي، بيا ځلې استعمال نه کړي. 

۹- هغه چاپېريال او تشناب چې ناروغ ورڅخه استفاده کوي ورځ کې يو ځل ضرور پاک کړئ. 

۱۰- هڅه دې وشي چې د ناروغ کس لپاره کټ، بستره، د خواړو او څښاک لوښي او نور وسايل جلا شي.