هرات کې ۵۷۰ روغتياپالان او ډاکټران په کرونا ويروس ککړ شوي دي 

روهي (جمعه/۱۶ د غبرګولي)، د هرات ولايت د حوزوي روغتون مسوولين وايي چې ۵۷۰ ډاکټران، نرسان او نور روغتيايي کارمندان په کرونا ويروس ککړ شوي دي. ياد کسان د کرونا ويروس د ناروغانو په درملنه بوخت وو. 

د هرات د حوزوي روغتون سر ډاکټر محمد عارف جلالي وايي چې د ۵۷۰ کارمندانو په ناروغېدو سره د دوس سټاف کم شوی دی او دوی هڅه کوي چې نور کسان ځای پر ځای کړي. 

د هرات په حوزوي روغتون کې  په کرونا ويروس ککړ ډاکټران وايي چې د دوی د ککړېدو لامل د هغه ښاريانو بې پروايي ده چې د روغتيا وزارت لارښوونې جدي نه نيسی او د کرونا ويروس په برخه کې بې پروايي کوي. 

له دې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې روغتياپالانو په کرونا ويروس ککړ شوي وو چې ځينو يې ژوند هم له لاسه په کې ورکړی.