صالح: د کورنۍ نيمايي غړي او د دفتر نيمايي همکاران مې په کرونا ویروس ککړ شوی دي 

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د غبرګولي)، د ولسمشر لومړي یمرستيال امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي چې د خپلې کورنۍ نيمايي غړي او د دفتر تر نميايي کارمندان يې په کرونا وژونکي ويروس ککړ شوي دي. 

امرالله صالح له خلکو غوښتي دي چې د کرونا ويروس د مخنيوي او خوندي پاتې کېدو په پار د هېواد د عامې روغتيا وزارت لارښوونې جدي وګڼي. نوموړي ليکلي دي چې حکومت په ټول توان هڅه کوي چې د کرونا ويروس سره مبارزه کې مخکښ اوسي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال ليکلي دي چې هېواد په يو بد وضعيت کې شتون لري او افغان حکومت له وړاندې دا وړاندې وينه کړې وه. صالح ليکلي چې کرونا ويروس سره د مبارزې برخه کې د افغان حکومت اقدامات جدي دي. 
له دې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني او د هېواد لومړۍ ميرمنې د کرونا ويروس ټېسټونه شوي وو، خو پايلې يې منفي وې.