پاکستان د چين رېکارډ مات کړ؛ ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۴ زر پېښې ثبت شوې 

روهي (پځنه نۍ/۱۵ د غبرګوالي)، پاکستان د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته په لومړي ځل په يوې شپې او ورځ کې څلور زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې رېکارډ بلل شوی. 

چين کې نېږې ۸۴ زره کسان او پاکستان کې بيا له ۸۵ زره ډېر کسان په دغه ويروس ککړ شوي دي چې له چين پاکستان په کې مخکې شو. 

د بي بي سي د راپور اړوند، اسلام اباد کې ۳۱۸۸، پنجاب کې ۳۱۱۰۴، سیند کې ۳۲۹۱۰، پښتونخوا کې ۱۱۳۷۳، بلوچستان کې ۵۲۲۴، ګلګت بلتستان کې ۸۲۴، پاکستان واکي کشمیر کې ۲۹۸ کسان په کورونا اخته دي.