عامې روغتيا وزارت: د حکيم الکوزي درمل له (مورفین او تریاکو) جوړ وو 

روهي (څلورنۍ/۱۴ د غبرګولي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې د حکيم الکوزي په نوم کس چې د کرونا ويروس د مخنيوي او درملنې په نوم درمل جوړ کړي، نشه يي توکي په کې کارول شوي دي. 

د عامې روغتيا وزارت مرستيال وحيد مجروح نن ورځ کال کې  رسنيو ته ويلي چې ياد درمل د روغتیا وزارت په مرکزي لابراتوار کې معاينه شول چې په جوړښت کې يې نشه يي توکي (مورفين او ترياک) کارول شوي وو. 

مجروح ويلي، "د روغتیا وزارت مرکزي لابراتوار د هغه محصول چې حکیم الکوزی یې د واکسین په نوم تطبق کوي، موږ تحلیل او تجزیه کړ،محصول یې مالوم شو چې اکثریت یې مخدره مواد دي لکه مورفین او تریاک او یو څه طبي بوټي چې له هغه ډلې زیره هم پکې کارول شوې ده."

د عامې روغتيا وزارت ويلي دي چې ياد درمل د کرونا ويروس د درملنې لپاره نه دي او د نشه يي توکو د شتون پر اساس د يو لنډ وخت لپاره کار ورکوي چې وروسته د اعتياد سبب کېدای شي. 

د عامې روغتيا وزارت مرستيال ويلي دي چې دوی حکيم الکوزی او د هغې ملګرو ته د توصيې په نوم ليک هم استولی دی چې له دغه ډول کړنو ډډه وکړي.