ځوانان او مسئولیتونه

د نړۍ په تاریخ کې همیشه هغه ملتونه بریا او اهدافو ته رسیدلي چې کومو ملتونو ځوانانو په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ژوند کې بدلون راوستی او پر ځان يې باور کړی چې هو! مونږ کولای شو.

نو فلهذا زمونږ تفاوت له نړۍ سره همدا دی چې ځوانان مو له مسئولیتونو تیښته کوي او فکر کوي چې په مسئولیت کې زمونږ ناکامي او یا هم بدنامی ده.

همدا کړنې او فکر دی چې مونږ له نړۍ سره د سیالۍ خبره خو لا څه کوې چې حتا د هغوي سل کاله پخواني او یا خپل پنځوس کاله  پخواني ژوند ته هم نه یو ورګرځیدلي نو بنا پر دې له یو اړخ که چیرته ډیرئ په شمار ځوانان مسئولیت واخلي او ځان مسئول وګڼي نو یا خو له صحني ویستل کیږي او یا هم په یو ډول نه یو ډول فساد تورن کیږي او د تورو تمبو شاته غورځول کیږي.

دلته یو ډول مفکوره چې مذهبي اړخ ډیر لري تر وطن دوستۍ هم مخکې شوې چې باید ووایو چې د ځوان نسل ډیرئ برخه همدې مذهبي اړخ هم خرابه کړې او په یو ډول جدوجهد سره دوي یا عقدې پالي او یا هم عقیدې چې هغه کړنه د افغان انسان مسلمان په یو نوم او بل نوم وژنه ده.

هو دوي یا د سیمي او یا نړۍ استخباراتي جګړې د سوند توکي دي چې هغوي ته هم د نړۍ د جګړې ګټلو لپاره ځوانه انرژی په کار ده او غواړي د همدې ځوانۍ انرژۍ په مټ خپله واکداري په یوه سیمه او یا هم په همدې ډول په نړۍ د راج چلولو لپاره له دوي ګټه پورته کړي.

شاید دا ډول کړنې ځوان کهول ته مذهبي اړخ ډیر ولري خو برعکس له دې ډول کړنو نړۍ د خپلې بقا لپاره قوي استفاده کوي او هغه ممالک چې دا ډول ځوانه انرژي ولري تل خپله تباه وي او نور لکه جنت ترې ځانونه جوړوي.

راځئ ددې پر ځای چې د نورو ګټو لپاره سترې نسلي قربانۍ ورکړو خپلې راتلوونکې ته فکر وکړو او په لوی باور سره نړۍ ته ثابته کړو چې د ګران هېواد افغانستان ځوان نسل نور د قربانۍ ګډوري نه دي.

مسئولیتونه مو څه دي؟
سیاسي مسئولیت: که چیرته سیاسیون په لویه کچه د ځوان نسل په انرژۍ سیاست کوي او ګټې ترې اخلي دا د ځوان نسل مسئولیت دی چې په لوړه کچه يې انتخاب دومره سپیڅلی وي چې کله هم د هغه له انرژۍ د هېواد او ملت په تاوان استفاده ونه شي.

بل لوري ته که د لوړ فکر ځوانان وي باید له وخت په ګټې اخستنې سره په سیاسي ډګر کې داسې اجرائیوي مسئولیتونه واخلي چې وکولای شي په سیاسي تغیر کې ستر لوبغاړی اوسي.

 ټولنیز مسئولیتونه: که چیرته ټولنه په فکري لحاظ کمزورې وي ځوان نسل ته تمه کیږي چې دا مسئولیت ومني او په ډیره میړانه يې واخلي او خپله ځوانه انرژي په همدې لار کې مصرف کړي ځکه که چیرته ټولنه فکرآ ضعیفه وي نو هیڅکله د حکومتونو د جوړښت او په هېواد کې د ډیرو بدو کړنو مخنیوی نه کیږي، دلته پوښتنه حتمن پیدا کیږي چې څرنګه یوه بې فکره ټولنه په حکومت تاثیر لرلای شي؟ 

هغه داسې چې حکومتونه تل د ټولنې له عمق داسې جوړ شوي چې پکې افراد د ځاني ګټو لپاره نه بلکې د ملت او هېواد ګټو لپاره کار کوي نو بنا پر دې همدا د ټولنې افراد دي چې د حکومت سیسټم جوړوي او بیا نورو نسلونو ته سپاري د حکومت وزیر، رئیس او عسکر ټول د ټولنې افراد وي او حکومت د ټولنې په اشارو چلیږي نو که چیرته ټولنه د فکر له اړخه کمزورې وي نو حکومت کله هم د غل، فاسد او نورو ورانکاریو مخنیوی نشي کولای ځکه چې همدا خلک به د ټولنې په مینځ کې ناست وي او ځان به د ټولنې په بې فکرئ ساتي او همدا حال مونږ په اوسني وخت کې ګورو.

اقتصادي [ځان بساینه] : 
په کوم هېواد کې چې ځوان نسل د اقتصاد له پلوه په ځان بسیه نه وي د هغه هېواد ارزښتونه او په همدې ډول د نظام ساتل هیڅ امکان نلري، ځکه ځوانه انرژي د پردیو ګټو لپاره او د خپلې خیټې د مړولو په خاطر هر هغه کار ترسره کوي چې پکې ډیرې پیسي وي که هغه کار د نظام بقا هم له خطر سره مخامخ کوي دوي يې کوي نو په همدې ډول په داسې هېوادونو کې د سیمې او نړۍ استخبارات هم په ډیر ښه توګه فعالیت کولای شي.

مونږ د خپل هېواد دا ډول حالت وینو او د ځوان نسل همدا اړخ چې په ژوند کې اړین دی هم راته ښه څرګند دی او په ښکاره توګه د پردیو استخباراتو جګړې هم وینو چې زمونږ د ځوانانو په تازه انرژۍ چلیږي، نو فلهذا باید دقیق اوسو او د ځوان نسل مسئولیتونه درک کړو او هېواد له روان سیاسي، ټولنیز او اقتصادي بحران په ډیره میړانه خلاص کړو چې ددې لپاره د ځوانې انرژۍ ځانګړې ځانګړې طرحې او ستراتیژیو ته اړتیا ده.
وطن دې زنده باد وي