افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر له ۱۶ - نيم  زره واوښت 

روهي (درې نۍ/۱۳ د غبرګولي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالومات ښيي چې  تېرې يوه شپه - ورځ کې ۷۵۹ تازه پېښې ثبت شوې  دي او په دې سره افغانستان کې په کرونا ويروس د ټولو ککړو کسانو شمېر ۱۶,۵۰۹ ته ورسېد. 

د عامې روغتيا وزارت مالومات ښيي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ تنه د دغه ويروس له امله مړه شوي او ۲۲ نور له درملنې وروسته جوړ شوي دي. د مړينې ټول شمېر ۲۷۰ او د رغېدلو شمېر ۱۴۵۰ ته ورسېد. 

د تېر په څېر، له ۷۵۹ مثبتو پېښو يې تر ټولو ډېرې، چې ۲۶۶ پېښې کيږي پلازمېنه کابل کې ثبت شوې دي.