حکومت يې زندانيان ازاد کړل؛ خو حکمتيار لا هم راضي نه دی 

روهي (يوه نۍ/۱۱ د غبرګولي)، دوه ورځې وړاندې افغان حکومت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د افغانسان د اسلامي ګوند يا حزب اسلامي افغانستان ۱۶۴ بنديان د څرخي پله او بګرام له زندانونو ازاد کړ. یاد کسان د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د ۱۳۹۵ ل کال د سولې تړون له لارې ازاد شوي دي. 

خو د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د افغانستان ګوند کسان وايي چې دوی ډېری بنديان اوس هم په ګوانتانو او د هېواد په نورو زندانونو کې ساتل کيږي او د سولې شوې هوکړې اړوند نه دي ازاد شوي. 

د  حزب اسلامي د بنديانو د خوشي کېدو کمېسيون مسوول عتيق الله صافي رسنيو ته ويلي دي چې د دوی ډېری لوړپوړي کسان اوس هم بنديان دي. دوی نيوکه کوي چې حکومت د سولې شوې هوکړې اړوند د حزب اسلامي بنديان نه دي خوشي کړي.