وطنه شوردي دزړګي په نيموشپوراځي
درياب دوينودي ساحل ته په څپو راځي
بيادي پرسرغشي اوريږي داسمان له لوري
ماته دي غوږته سوي ساندي دبچوراځي
پيغلي دي خاوري پرسرشيندي دګلونوپه ځاي
چي جنازي دي هديروته د زلمو راځي
جمات هجرودي اوراخيستي چنارونه سوزي
په شنه اسمان داتوره وريځ ستادلوګوراځي
اذان دكفرداسلام له سپين منبره اورم
پرتافرعون د لاالله په تكبيرو راځي
په ترانو دجنتونو مومنان سوزوي
څنګه مسلم دي چي د بل په اشارو راځي
څيره يوه ده خودمخ يي نقابونه دي ډير
كله ملا كله ساقي پدي پلمو راځي
په هرڅه پوه نه دي لااوس هم د تيارومريدان
كله حضرت اوكله پيرته په سجدوراځي
اسده.سركي دسكروټوريښي مه لټوه
تاته داورداسره لمبه له خپلوپښوراځي
اسدالله ميوند ،دجنوري دمياشتي څلورمه نيټه-مسكو
2010|
وروستي