ځمــــه وزم تـــــــر دا اور وهغه خواته
دئ زمـــــــا دجانــــان کور وهغه خواته
ماویــــــل چي بیا بــــــه چیرته سره وینو
زمــــا یــــار ویل دګــــــور وهغه خواته
له جانانــــه چي زه شومــــــه لږ څه لرې
ده ویــــــل یوڅـــــــه لا نوروهغه خواته
شېخ٬بیلتون٬رقیب٬افلاس اوزه په جنګ وو
یــــودې خواته ؤ څــــــلور وهغه خواته
دپردیو په دې جنـــــګ کښي اې درویشه
زه دې خواتـــــه ٬زما ورور وهغه خواته
لیږونکئ
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
omari.zabul@yahoo.com
وروستي