اګاهي ‎

د هر څه په اړه زموږ تصور له خپله حده لوړ وي. همدا لاملونه دي، چې انساني خواخوږي په زړه کې له درده په بېباکۍ اوښتې. دا د ټولنیز حالت څخه زېږېدلی تصور دی، چې افراد یې په دروني بې رحمۍ اخته کړي.

دې حالت د بدلون لپاره څه کول پکار دي؟
د دې لپاره د ټولنې په فکري مسیر باندې کار کول اړین دي، چې د همدې تصور په بدلون کې اغېزمن تمام شي. ژوند په همدې دردېدلي پاڼو کې اړوو را اړوو. همدا لاملونه دي، چې انساني تصور یې په ټولیز ډول د عقدې پر بنسټ روزلی؛ نو پر ځای له ټولنیز باور په یووالي اړول او پوهې کچه لوړول پکار دي؛ ترڅو ژوند د خپل تصور په زاویه پورې محدود پاتې نه شي، هیلې، تدبر او ټولیز باور په فردي او احتمالي بدلون سره د بشریت د تېر تاریخ د اګاهۍ تار پیداکړي. موږ د همدې مړژواندي تصور په ګرداب کې ګیر یو، بشري هڅې مو په تشه بېرانه کې منډې وهي او د خواخواږۍ تصور د بل په نشت غوړېدلی وینو هیلې مو هم همداسې. راځﺉ ژوند د ژوندي پاتې کېدنې او نسلونو د روزلو تصور له خپل دروني احساس څخه د ژوند ډګر ته راوباسو  او د تمې پر ځای د نوي نسل پر فکري او علمي برخه باندې د علم او عمل پانګونه وکړو.

ترڅو ټولنې ته د امن او روښانه راتلونکي ښکلی تصور وړاندې کړو او له خپله ځانه پیل د بسیا او متحرک فکر  انتقال لارې وټاکو او د هرې شلېدلې پاڼې د بېلتون فکر له ځان سره ونه لرو. باید د وصل او تېرېدنې او اګاهۍ په خپرولو سره فردي اوټولنیز مسوولیت اداءکړو. په ټولنیز فکر باندې د انسان روزنې منځلاره تګلاره غوره کړو.؛ نو هله به په خپلې اګاهۍ سره د ټولنې د فکري او دروني اګاهۍ د سکوت پر ځای د سکون غږ پورته کړی وي.