کابل کې جنايي پېښو بيا زور اخېستی؛ تېره يوه اوونۍ کې درې د قتل پېښې شوې 

روهي (جمعه/۹ د غبرګولي)، د کرونا ويروس د ګرځبنديز او محدودیتونو سره - سره کابل ښار کې جنايي پېښې بيا ډېرې شوې دي. تېره يوه اوونۍ کې د قتل درې جنايي پېښې تر سره شوې دي. 

تازه پېښه تېره ورځ د کابل بهارستان نومي سيمه کې شوې ده چې د وسله والو غلو له خوا يو ۱۶ کلن ځوان په ډزو ووېشتل شو او ساه يې ورکړه. وژل شوی ځوان اميد نومېده. 

د نوموړي کورنۍ او دوستان وايي چې درېيو وسله والو غلو پر اميد بريد وکړ، ورسره پېسې او موبايل يې غلا کړل او وروسته يې دی په ډزو ووژلو. پېښه تېره ورځ سهار د کابل ښار بهارستان نومي سيمه کې شوې ده. 

له دې وړاندې د کابل په پنځه سوه کورنيو سيمه کې يوه ميرمن او پروان کارتې په سيمه کې يو ۳۵ کلن ځوان د وسله والو غلو له خوا ووژل شول.