زماولسه

زمادژوندپه هره ساه كې په سلګوولسه
زمادهيلواونيمګړوارمانوولسه
په تورو شپو كې دي سبانه وينم
له مانه وركه پدي ځمكه دپردوولسه
لابه ترڅودځان ځانۍ پدي لمبوكې سوځي
اي د فكرونودزندان داوږدوشپوولسه
زمادهيلواونيمګړوارمانوولسه
اوس هم پوه نه يې داغيارپه فتنو
چې تل دي وژني دخپل يارپه فتنو
كله دي دين كله دي ژبي ويشي
تاغولوي دهري لار په فتنو
له درانده خوبه راويښيږي كله
اي دخيالونوددرباردمناروولسه
زمادهيلواونيمګړوارمانوولسه
دښمن دي نوم پدي جهان وركوي
ځكه دي ګران افغانستان وركوي
داستادژوندنغمه يې خوښه نه ده
داستاپه ځان كې ګوره ځان وركوي
له كلي كوره ولې نه راوځي
اي دپاميراودشمشاد ددنګوغروولسه
زمادهيلواونيمګړوارمانوولسه
په هركاروان دي يرغلونه كيږي
په هره لار درته ګواښونه كيږي
داستابي وزله يتيمان وژني
په هربچي دي ګوذارونه كيږي
ولې دژوندحق ته غوښتلي نشي
اي پدي ځمكه دژونديوهديروولسه
زمادهيلواونيمګړوارمانوولسه
ستاد خانانوملكانوظلم
ستادواكداروښامارانوظلم
ستاپربي وزلونورزغملي نشم
ستادبي رحموجلادانوظلم
زه دي دفكرانقلاب غواړم
اي دزندان په توروشپوكې دتيارو ولسه
زمادهيلواونيمګړوارمانوولسه
زه دي ملنګ زه دي ګداستايئم
زه دي بې وزله بې نواستايئم
ستاله واكدارواسدترهه نكړم
زه دي بې واكه بې رياستايئم
په خپلوچيغومې نورمه ژړوه
اي دغمونودكاروان اوقافلوولسه
زمادهيلواونيمګړوارمانوولسه