امريکا پر دواړو اقتصادي بندېزونه لګولي دي؛ خو وېنېزویلا او ایران د تيلو سوداګري پيل کړه 

روهي (نۍ/۲ د غبرګولي)، د لومړي ځل لپاره ايران لاتيني امريکا ته د تيلو لېږل پيل کړل. د ايران او وېنېزویلا د حکومتونو د هوکړې پر اساس ايران به وېنېزویلا د تيلو لېږد پيل کړي. ايران دوه د تيلو بېړۍ د وېنېزویلا لور ته استولي چې تر سبا به ورسيږي. 

د ايران او وېنېزویلا دغه سوداګرۍ د امريکا د هغه بنديزونو خلاف عمل دی، چې پر ايران او وېنېزویلا  يې اېښي دي. متحدو ايالت د امريکا په لويه وچه کې له وېنېزویلا او اسيا کې له ايران سره سياسي ستونزې لري چې د دغه دوه هېوادونه يې په اقتصادي بندېزونو کې ګېر کړي دي. 

د ايراني بېړيو د امنيت ساتلو لپاره د وېنېزویلا پوځي بحري بېړيو هم سمندر کې خپل ماموريت پيل کړی دی ترڅو ايرانۍ بېړۍ په خوندي ډول تر وېنېزویلا ورسيږي. 

ويل کيږي چې د وېنېزوېلا ولسمشر نیکولاس مدورو د ايران حکومت سره داسې هوکړه کړې چې وېنېزوېلا به د ايران د تيلو په بدل کې دغه هېواد ته سره زر ورکوي.