د ﺯکاة الفطر  تعريف، حکم او حکمت

لومړي فصل:
د ﺯکاة الفطر  تعريف، حکم او حکمت
لومړى مبحث:  د زكاة الفطر(سرسایې) لغوي او شرعي تعريف :
۱- د ﺯکاة الفطر لغوي تعريف: 

زكات په لغت کې پاکوالي، ودي او برکت ته وايي() ، او فطر په لغت کې له په (فاء ،طاء راء) څخه صحيح اصل دى چې د يو شي په پرانستلو او څرګندولو دلالت کوي().

۲- د ﺯکاة الفطر شرعي تعريف:
زکاة الفطر() :د شريعت له لورې په هر مسلمان ټاکل شوي صدقه ده چې وړوکي اختر د لمانځه څخه مخکې به يې خاصو خلکو ته ورکوي().

دويم مبحث: د ﺯکاة الفطر حکم:
د څلورو واړو فقهي مذهبونو احنافو() ، مالکیانو() ( نه په مشهوره سره)، شافعیانو()  او حنبلیانو()  په اتفاق سره سرسايه ورکول واجب دي، دا د اهل ظواهرو مذهب()  او د عامو علماوو وينا ده() ، په اړه یې اجماع هم راغلي()

د سنت څخه دليل:
عن ابن عُمَر رَضِيَ الله تعالى عنهما قال: ((فرَض()  رسولُ الله صلَّى الله عليه وسلَّم زكاةَ الفِطر صاعًا من تَمرٍ، أو صاعًا من شَعيرٍ، على العبدِ والحُرِّ، والذَّكرِ والأنثى، والصَّغير والكبيرِ مِنَ المسلمينَ، وأمر بها أن تُؤدَّى قبل خُروجِ النَّاسِ إلى الصَّلاةِ))() . وفي لفظٍ آخَرَ: ((فرَض رسولُ الله صلَّى الله عليه وسلَّم صدقةَ الفِطرِ صاعًا من شَعيرٍ، أو صاعًا مِن تَمرٍ، على الصَّغيرِ والكبيرِ، والحرِّ والمَملوك)).

ژباړه: د ابن عمر رضي الله عنه نه روايت دى، فرمايي : رسول صلى الله عليه وسلم ﺯکاة الفطر(سرسايه)، يوه پيمانه کجورې يا وربشې، په هر اﺯاد، مري، نارينه، ښځينه لوى او وړوکي مسلمان باندې وركول فرض كړي او امر يې کړي چې لمانځه ته د خلکو له وتلو مخکې ورکړل شي.

په بل لفظ کې راغلي: رسول صلى الله عليه وسلم صدقة الفطر ( سرسايه)  يوه پيمانه وربشې يا کجورې، په هر وړوکي او لوى، اﺯاد او مري باندې ورکول فرض کړي.

دريم مبحث: د سرسايي ورکولو حكمت: 
سرسايې د مشروعيت د حکمتونه څخه ځينې په لاندې ډول دي:

 ۱-: دروژه دار لپاره پاکوالى او دهغه بې ځايه او بې حياء ويناوو جبيره ده چې د رمضان په مياشت کې ترې واقع شوي وي.

 ۲-: د مسکينانو لپاره خوراک او له هغوی سره خواخوږي ده  ترڅو د اختر په ورځ له سوال څخه خلاص او شتمنو سره د اختر په خوښيو کې شريک شي.

د  ابن عباس رضي الله عنه نه روايت دي، فرمايي:((فرَضَ رسولُ الله صلَّى الله عليه وسلَّم زكاةَ الفِطر؛ طُهْرةً للصَّائِمِ مِنَ اللَّغوِ والرَّفَثِ، وطُعمةً للمَساكينِ، مَن أدَّاها قبل الصَّلاةِ فهي زكاةٌ مَقبولةٌ، ومَن أدَّاها بعد الصَّلاةِ فهي صدقةٌ مِنَ الصَّدقاتِ))().

ژباړه: رسول صلى الله عليه وسلم سرسايه ورکول فرض کړي، دروژه دار لپاره د بې ځايه او بې حياء ويناوو پاکوالي دي او د مسکينانو لپاره خوراک دي. څوک چې يې د لمانځه څخه مخکې اداء کړي نو قبوله شوي صدقه ده او څوک چې له لمانځه وروسته ورکړي نو بيا د عامو صدقو په څېرصدقه ده.

۳- د بدن ﺯکات ويستل دي، دا چې الله تعالى پر ده د پاتې کېدو لورېينه وکړه او تر بل کاله يې پاتې کړ له دې امله پر هغه چا هم واجب ده چې روژه نيول پرې نه وي، لکه: ماشوم، ليونى او هغه څوک چې قضاء پرې وي خو لا راوړي يې نه وي().

۴- الله تعالى د نعمت شکر اداء کول دي، چې روژه دارو ته يې د روژې نيولو توفيق ورکړ لکه څرنګه چې حاجي بيت الله ته تللو د توفيق د نعمت ادا کولو لپاره ځان سره هديي بوځي() .

لدې لامله یې روژې ته اضافت وشو، لکه: څرنګه چې د شيانو اضافت خپل سبب ته کېږي.

۵- په ټاکلي وخت یې اړو خلکو ته ورکول د ستر ثواب څخه برخمن کېدل دي.
 لکه څرنګه چې د ابن عبَّاس رضي الله عنه په حديث کې يادونه وشوه : ((فمَن أدَّاها قبل الصَّلاةِ؛ فهي زكاةٌ مقبولةٌ، ومَن أدَّاها بعد الصَّلاةِ؛ فهي صدقةٌ مِنَ الصَّدَقاتِ))().

ژباړه: څوک چې يې د لمانځه څخه مخکې اداء کړي نو قبوله شوي صدقه ده او څوک چې له لمانځه وروسته ورکړي نو بيا د عامو صدقو په څېر صدقه ده.

۶-  پدې سره د اختر په ورځ د مسلمانانو خوشحالي بشپړېږي او د روژې نيمګړتيا پوره کېږي.
 

لیکنه: د الدرر السنیة ویب سایټ علمي څانګه
ژباړن:   انـــدیال صافی