د  کرونا ناروغۍ تر ټولو جدي ستونزه

نږدې ډیر کم وخت کېږي، چې د کویډ-۱۹ یا کرونا په اړه خلک پېژني او تر دې دمه یې کوم درمل یا واکسین هم نه دي جوړ شوي، خو البته د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې څېړنې او هڅې روانې دي، چې دغه لویه بریا ترلاسه شي.

دا چې تر دې دمه د دې سریع خپرېدونکې وبا د کنټرول او مخنېوي په اړه درمل نشته، خو متخصصینو د دې په خاطر چې د خپریدو مخه یې ونېول شي، وقایوي تدابیر او د ځان ساتنې اړوند لارښوونې په ګوته کړي! چې هغه قرنطین، په صابون د لاسونو وینځل، د سنټایزر او ډیټول کارونه او نور ټول هغه څه دي، چې د دې ناروغۍ د خپرویدو کچه راکموي.

خو زما د دې لیکنې نه اصل مقصد دا دی، د دې په خاطر کمپاین اړین دی، چې دا ناروغي وپېژندل شي، ترڅو یې خلک په ځان ساتنه کې خپله لاس په کار شي، خو دومره هم نه، چې د خلکو په زړونو کې یې تردې کچې ویره اچولې/ که څوک چاته ووایي د کرونا پایله دې مثبت ده، د ویرې خپل ژوند له لاسه ورکوي، نو دلته اړتیا ده، چې دا خبره هم باید توصیه شي، چې کرونا یواځې داسې ناروغي ده، چې د بلې هرې ناروغۍ په پرتله یې د خپریدو کچه زیاته ده، خو وژونکې نه ده؛ ځکه چې پرته له درملو شونې ده چې د ۱۴- ۲۰ ورځو په پایله کې انسان ورڅخه نجات پېدا کړي، دلته باید خلکو ته مرال وکړل شي، ترڅو یې د ویرې له امله د بدن مقاومت کمزوری نه شي او یا هم د زړه یا مغزي سقطه ونه کړي!