ژورنالېزم څه ته وایي؟
ژورنالېزم هغه سپېڅلی، مقدس، د باور وړ او د ولس د خدمت مسلک دی چې روانې پېښې، خبرونه، مشکلات، نوښتونه، په هېواد، ټولنه او نړۍ کې څه تحولات رامنځته کیږي نو خپلو مخاطبانو په واک کې یې ورکوي.
یا ژورنالېزم هغه ماشین دی چې، لومړۍ خام مواد ورته د یو مسلکي شخص پواسطه راټولیږي، د اصلاح او سمون وروسته د ژورنالیستیکو وسایلو له لارې د مخاطبانو په واک کې ورکول کیږي چې عبارت له ژورنالېزم څخه ده.
یا په بل عبارت: ژورنالېزم هغه مکتب یا چوکاټ ته وایي چې، ډله ییزو رسنیو، اخبارونو، مجلو یا خبري ویب سایټونو لپاره پکې خام مواد، ورځنۍ پېښې، حقایق، واقعیتونه او ناخوالې راټولیږي د اصلاح او سمون وروسته د ټولنې په واک کې ورکولو په اساس نشر ته سپارل کیږي.
ځکه چې ژورنالېزم د حقایقو او واقعیتونو نړۍ بلل شوې ده!
ژورنالېست څوګ دی؟
ژورنالېست: هر هغه څوګ چې، مجلو، اخبارونو او خبري ویب سایټونو لپاره معلومات او خبرونه د نشر لپاره تهیه او برابروي هغه ژورنالېست دی.
یا زمونږ په افغاني ټولنه کې د خبریال او ژورنالېست د نه توپیر او تفکیک په اساس؛ ژورنالېست هغه مسلکي او روزل شوی شخص دی چې، لومړۍ معلومات، پېښې او ستونزې راټولوي د اصلاح او سمون وروسته یې دژورنالیستیکو وسایلو له لارې د مخاطبانو په واک کې ورکوي.
یا په بل عبارت ژورنالېست هغه څوګ دی چې، لومړۍ مالومات راټولوي، لیکي یې او بیا یې په برخو سره ویشي ترڅو عامو خلکو ته یې د خبر په بڼه ورسوي همدا رنګه د ژورنالېست کارونو ته ژورنالېزم هم ویل کیږي.
د ژورنالېست او خبریال ترمنځ توپیر!
که څه هم لاتراوسه د ژورنالېست او خبریال کلمې یو تربله ډېری اشخاص متردف بولي او داسې خاص نومونه په پښتو کې ورته نه ترسترګو کیږي لیکن د دوی ترمنځ توپیر کې بیا باریکي شته. خو دلته یو څه اندازه د ژورنالېست او خبریال ترمنځ په توپېر رڼا اچول شوې ده.
اېشوټوش سېنها ژورنالېسټ په اند:
د مسلکي خبري رسنیو په اساس ټول خبریالان ژورنالېستان ګڼل کیږي لیکن ټول ژورنالېستان بیا خبریالان نشي کیدی. دا چې ولې نشی کیدی لاندې پرې مفصلې خبرې کوو.
“خبریال“ یوه مشخصه قاعده ده؛ هغه څوګ چې حقایق او مالومات له بېلابېلو سرچینو نه راټولوي له تصدیق او کتنې نه یې وروسته د ژورنالیستیکو وسایلو له لارې نشر ته سپاري هغه ته خبریال ویل کیږي.
خبریال د ژورنالېزم ټولو برخو سربېره د مسلکيتوب په اساس هر څه دی او هرڅه کیدلی هم شي. فرضآ: عکاس کیدلی شي، ایډېټر کیدلی شي، بېلابېل موضوعات ریپوټ کولی شي......او همدا شان حقایق، معلومات او پېښې راټولوي د تصدیق، کتنې او اصلاح نه وروسته یې د ژورنالیستیکو وسایلو له لارې د ټولنې په واک کې ورکوي. نو ځکه ویلی شو چې هر خبریال ژورنالېست کیدلی شي خو هر ژورنالېست خبریال نشي کیدلی.
ژورنالېست: دا چې د مسلک د ویش په اساس د سرمقالې لیکلو، معلوماتو راغونډولو او خبرونو نشرولو یوه پروسه ده نو لهذا ویلی شو چې، هر څوګ ددې برخې وړاندې کوونکی کیدلی شي.
یعنې که په ټوله کې ووایو چې خبریال یوه مشخصه قاعده ده، او هرڅومره معلومات چې راغونډول کیږي په مسلکي لحاظ له بېلابېلو سرچینو، تصدیق، کتنې او اصلاح نه وروسته د ژورنالیستیکو وسایلو له لارې نشر ته سپارل کیږي. یعنې دلته خبره بیا ټوله مسلکیتوب ته د خبریال په تعریف کې راجع کیږي. همداشان د مسلک وېش موضوع رامنځته کیږي.
ژورنالېست بیا ددې برعکس دی یعنې د ژورنالېزم ټولو برخو مستحق د مسلک په اساس نشي جوړیدی. خو که د ژورنالېزم په ډګر کې کار کوي، عکاس وي او یا بل څه............. نو دغه شخص باندې د ژورنالېست اطلاق کیږي او ژورنالېست دی.
که څه هم وړاندې بحث پرې شوی خو د لا وضاحت لپاره، د ژورنالېست او خبریال ترمنځ توپیر! چې ولې هر ژورنالېست خبریال کیدلی نشي او هر خبریال بیا ژورنالېست کیدلی شي؟ لنډ بحث لاندې پرې کوو.
د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځۍ استاد ښاغلی ماسټر فاروق جان منګل یې په اړه وایي:
کله چې د ژورنالېست او خبریال خبره مطرح کیږي نو د ژورنالېست اطلاق نیږدې د ژورنالېزم په ټولو برخو کیږي. هغه که عکاس اوسیږي، هغه که ایډېټر اوسیږي، هغه که پروډیوسر اوسیږي او یا که خپله خبریال اوسیږي نو دا باندې د ژورنالېست اطلاق کیږي او ژورنالېست دی یعنې هر هغه څوګ چې د ژورنالېزم په برخه کې کار کوي هغه ژورنالېست دی.
خو خبریال بیا دژورنالېزم ټولو برخو با وجود ریپورټېنګ کول یا هغه څوګ چې یوې موضوع ته د خبر بڼه ورکوي، بېلابېل موضوعات تر خبري پوښښ لاندې نیسي نو دېته خبریال ویل کیږي.
فرضاً: یو څوګ دواساز دی په طب کې کار کوي لیکن ډاکټر نه دی. که څه هم په طب برخه کې کار کوي اما ډاکټر نشو ورته ویلی. ولې چې دلته خبره بیا مسلکیتوب ته راجع کیږي او د مسلک ویش خبره رامنځته کیږي، لکه یو څوګ دی چې عکاسي کوي یا عکاس دی نو موږ د مسلکیتوب په اساس بیا فوټوګرافر ورته وایو پداسې حال کې چې د ژورنالېزم په ډګر کې کار کوي. نو بناً د ژورنالېست اطلاق پرې کیږي. چې د مسلک په اساس یو ژورنالېست کیدلی هم شي.
ژورنالېست باید کوم مهارتونه ولري؟
که څه هم ژورنالېست یا په ټوله کې خبریال باید زیات مهارتونه ولري، خو دلته یې د نمونې په شکل یو څو لیکم:
۱: ښه ارتباطات او د لیکلو مهارتونه درلودل.
۲: د تحقیق مهارتونو وړتیا.
۳: په ځان باوري او خلکو ته ډاډمن ځان ثابتولو وړتیا.
۴: چټک او مواثق معلومات راټولولو وړتیا.
۵: د لیکلو ځانګړی سبک وړتیا.
۶: ځېرکتیا.
۷: د وخت پابندي.
۸: هرې سیمې کلتور سره ځان اعیارولو وړتیا.
۹: له ټایپېنګ او ټیکنالوژیکو وسایلو سره پوره بلدتیا
۱۰: دقت
۱۱: بې طرفي
۱۲: صداقت.....
درنښت:
شیروان ودان!
وروستي