روهي (درې نۍ/۳۰ د غوايي)، د افغانستان د اسلامي ګوند مشر او تېرو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند ګلبدين حکمتيار د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د واک د وېش سياسي هوکړې سره مخالفت ښوودلی او ويلي دي چې دا د تېر ملي يووالي حکومت په څېر يوه تجربه ده.
حزب اسلام ګوند په يوې اعلاميې کې ليکلي دي چې دغه ډول سياسي هوکړه يو موټی حکومت نه شی رامنځ ته کولی، او تجربه به يې د تېر په څېر وي.
ګلبدین حکمتيار د تېرو ولسمشريزو ټاکنو له نورو نوماندانو غوښتي دي، چې د اوسني جوړ شوي حکومت پر وړاندې سره راټول او د قانون اړوند اپوزېسيون رامنځ ته کړي.
له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله وروسته ګلبدين حکميتار تر ټولې ډېرې رايې اخېستې وې. نوموړی په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې درې اعشاریه ۸۵ سلنه رایې یې ګټلې وې. د قانون اړوند هغه چا چې په ټاکنو کې له بريالي نوماند وروسته تر ټولو ډېرې رايې واخېستلې اپوزېسپون جوړولی شي.
وروستي