د امریکا استازی او که د طالبانو ویاند!؟

کله چې د فبرورۍ پۀ میاشت کې د قطر پۀ مرکز دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو، لۀ هغې ورځې راهیسې د همدې تړون د یوې مادې پر اساس پر امریکايي ځواکونو د طالب لوري لخوا کوم بریدونه نۀ دي شوي.

تر څنګ یې ددغه تړون څخه را وروسته طالبانو پر افغان ځواکونو وخت ناوخت بریدونه کړي.
طالبانو پۀ وار وار ویلي، چې دوی پر امریکايي ځواکونو ځکه بریدونه نۀ کوي، چې لۀ دوی سره د سولې تړون لري، خو افغان امنیتي ځواکونه پۀ دغه تړون پورې اړه نۀ لري.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون څخه وروسته، د طالبانو لۀ لوري پر افغان ځواکونو بریدونه ډېرۍ افغانانو او سیاسي شنونکو غندلي، دوی د امریکا او طالبانو تړون ته پۀ اشارې وايي، چې دا څۀ ډول اسلام او مسلماني ده، چې د امریکا سره سوله کوي او پر افغان ځواکونو بریدونه کوي!؟

اوس چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې معاهده لاسلیک شوې ده، او پۀ دې وروستیو کې د مرکز کابل پۀ دشت برچي سیمه کې پر یوه روغتون وسلوال برید وشو، چې پۀ دې برید کې د ماشومانو او  میندو پۀ ګډون ۲۴ تنه ووژل شول. پۀ همدې ورځ د ننګرهار ولایت پۀ ښیوې ولسوالۍ کې د یو سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان شیخ اکرم د جنازې پۀ مراسمو کې ځانمرګی برید وشو، چې پۀ دغه پېښۀ کې ۲۶ کسان ووژل شول او ۶۸ نور ټپیان شول.

پۀ سبا ورځ بیا پۀ پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې موټر بم برید وشو، چې ګڼ ملکیان یې ټپیان کړل.
دغو ټول بریدونه ولس، افغان دولت او نړیوالو وغندل.

 د ننګرهار پېښې مسوولیت داعش وسلوالې ډلې پر غاړه واخیست، خو د کابل د دشت برچي سیمې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نۀ دی منلی.

خو طالبانو وویل چې د کابل حمله کې دوی لاس نۀ لري.
پۀ عینې حال کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د امریکا لۀ نظره د کابل او ننګرهار دواړه پېښې داعش وسلوالې ډلې کړې.
 د افغانستان حکومت پۀ دې برخه کې متفاوت نظر لري.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال امرالله صالح کۀ څۀ هم د خلیلزاد نوم نۀ دی اخیستی، خو ویلي یې چې دا چې ځینې کسان د طالبانو پر درواغو باور کوي او پۀ کابل کې د حملې مسؤلیت د داعش پر خیالي ډلې وراچوي ساده ګي ده.

امرالله صالح پر ټویټر لیکلي: طالبان خپل لاسونه او وجدان د هغو ښځو او ماشومانو لۀ وینې نشې پاکولای چې پۀ کابل کې پۀ خونړۍ حمله کې ووژل شوې.

دا چې خلیلزاد پۀ یو نه یو ډول پۀ دغه پېښه کې د طالبانو لاس لرل ردوي، اوس اکثره افغان سیاسي چارواکي او افغان وګړي داسې فکر کوي، چې زلمی خلیلزاد د امریکا استازی نه، بلکې د طالبانو ویاند دی.

که د خلیلزاد خبرو ته وګورو داسې معلومیږي، چې امریکا چې استازی یې زلمی خلیلزاد دی، د طالبانو ملاتړ کوي او ددې پر ځای چې طالبان پۀ دغه پېښۀ کې لاس لرل خپله رد کړي، برعکس زلمی خلیلزاد د طالبانو لاس لرل پۀ دغه پېښۀ کې ردوي، چې دا کار د افغانستان او امریکا تر منځ یو بل ټکر کیدای شي.

افغان وګړي او افغان چارواکي اوس اندېښمن دي، چې خدای مۀ کړه، امریکا لۀ طالبانو سره داسې پټ څۀ نۀ وي کړي، چې پۀ نتیجه کې یې اوسنۍ نظام پۀ لوی لاس طالبانو ته وسپاري، چې لۀ دې سره به د تېرو اتلسو کالونو لاسته راوړنې او پرمختګونه لۀ خاور سره خاورې شي.

تر څنګ یې د امریکا لۀ اوسنیو دریځونو افغان ولس ویره لري، چې خدای مۀ کړه، چې امریکا پۀ لوی لاس افغانستان یو بل جنګ ته ورټيل نۀ وهي چې لۀ دې سره به افغان خاوره د سخت بحران سره مخ شي.

خو امریکا ته پکار دي، چې لۀ داسې پټو معاملو څخه تېره شي، چې د افغانستان اتلس کالن پرمختګ لۀ خطر سره مخ کوي. طالبان او افغان دولت دې هم پۀ خپلو کې سره خبرې وکړي، چې تر څو یوې باعزتې او تل پاتې سولې ته سره ورسیږي.
 
د لېکوال په اړه: 
 سیدانور سنګین