هېواد کې د عبدالله عبدالله له انځور او (افغانستان د فلسطین دفاع کوونکی) شعار سره سترې لوحې 

روهي (نۍ/۲۷ د غوايي)، د هېواد په شمال بلخ ولايت کې د ښار منځ او نېږدې سيمو کې په دري ژبه د حکومت پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله انځور سره د فلسطین او بيت المقدس څخه د دفاع شعارونه لګول شوي دي. 

پر دغه شعارونه لېکل شوي دي، "افغانستان د قدس شريف دفاع کوونکی. زه تيار يم چې فلسطين لپاره جهاد وکړم.افغانستان د فلطسيني خلکو د حقونو او د يو خپلواک دولت په توګه د فلسطین څخه ملاتړ کوي......." 

که څه هم د نورې اسلامي نړۍ په څېر د افغانستان دولت د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د لسيزو کړکېچ کې څرګند دريځ لري او د فلسطين ملاتړ کوي، خو شنونکي په دې اند دي چې د عامو ترمنځ دا ډول تبلغات د سيمو د يو شمېر هېوادونو کار بلل کيږي. 

يو شمېر ښاريان او د سياسي مسايلو پوه وايي، چې مزار شريف او يو شمېر نورو ښارونو کې د افغان سياسيونو له انځورونو سره د فلسطين او قدس د دفاع او جهاد انځورونه او شعارونه د ايران کار دی چې ورڅخه سترې استخباراتي او سياسي موخې لري. 

د يادونې ده چې په افغانستان کې له ډېر تېر راهيسې يو شمېر رسنۍ او کړۍ د ايران د موخو لپاره کار کوي چې افغان حکومت يې تر اوسه د فعاليتونو په بندولو نه دی توانېدلی.