کرونا د عطف او اوښتون نقطه او ورپسې بدلونونه    (دریمه برخه)

تر کرونا وروسته د رسنیو، د معلوماتي او اړیکې نیولو تکنالوژۍ اهمیت
تصور وکړئ که کرونا شل کاله مخکې په افغانستان غوندې یوه ملک راغلې وای، چېرې چې تلوېزیون، تیلیفون، انترنېت او رادیو کم او یا نه وو، څه حال به و، څنګه به چارواکو او عوامو له یو بل سره اړیکې نیولې او له حوادثو او پرېکړو به خبرېدل. موږ ګورو چې د کرونا وبا په ورځو کې که څه هم نړیوال مرسته رسوونکي سازمانونه، دولتي ادارې ، پوهنتونونه، ښونځۍ او نور تړلي وو خو زیاتو یې چې د انترنت اسانتیاوې درلودې په مجازي توګه له یو بل سره په اړیکه کې وو، اسناد یې تبادله کول، په مجازي توګه یې مجلسونه او پرېکړې کولې. د نړیوال بانک د کووید 19 پروژې زیاتې برخې په انلاین شکل جوړې شوې. 
 
زیاتو ادارو انلاین مجلسونه کول، پوهنتونونو تدریس کاوه، کورنۍ دندې یې محصلینو ته ورکولې او بیا یې کتلې، په نړیوالو موسسو کې خو ټرېننګونه لا پخوا زیات په مجازي توګه ترسره کېدل چې د کرونا په وخت ورته لا زیاته اړتیا پيدا شوه او نور به هم دا لړۍ روانه او تقویه شي. په چین، سویلي کوریا کې د عامه سړکونو په سر په یو دوه دقیقو کې روغ او ناروغ په خورا اغیزمنه توګه معلوموي، د شکمن د تسټ پایله په پنځو دقیقو کې معلوموي، د سړک په سر د بیومتریک له لارې ټاکي چې ایا کوم کس څه وخت له کوم ناروغ سره تماس نیولی او نور. نو معلوماتي او د اړیکو نیولو تکنالوژي به د دولتونو، نړیوالو موسسو، خصوصي سکتور او سترو کارپوریشنونو لا نوره پاملرنه ځانته راواړوي، لا نوره زیاته پانګونه به ورباندې وکړي، په لانورو زیاتو مسئلو کې به ورنه کار اخیستل پيل کړي او کېدی شي د کار، زده کړو او مدیریت اوسني حالت ته زیات بدلون ورکړي.
 
د زیاتو کار پوهانو په اند به داسې پرمختللې تکنالوژۍ به دولتونو ته دا موکه ورکړي چې خپل خلک توانمند کړي، په بشری او تولنیزه پانګه یې تمرکز وکړي او زیات امکانات ورته برابر کړي. دا به له ملتونو او د هغوی له دولتونو سره په هره ساحه له روغتیا، تولید د کرونا غوندې نویو تهدیدونو په مدیریت او کنترول کې مرسته وکړي. خو ځینې دولتونه چې وار له مخه پولیسي بنه لري او د خلکو تر مشارکت ورته د هغوی کنترول مهم وي، و به هڅول شی چې د کرونا په کنترول کې د معلوماتي تکنالوژۍ د کارولو له تجربو ګټه واخلي او د خپل پولیسي دولت د ایدیالوژۍ د ټینګښت به نورې هڅې وکړي او د خلکو ازادي به محدوده کړي او د خلکو د عقیدو د څار او پلټلو ته به دوام ورکړی. دا کار به دا ډول حکومتونه د سمارت فون، بایومتریک د څار له لارې کوي او بانه به یې هم د تروریستي فعالیتونو د کنترول وي چې دوی به د مدني حقونو حساسې سیمې ته هم ورداخل او سیاسي فعالین به ځپي.
 
نو دولتونو ته اړتیا ده چې د معلوماتي او اړیکو نیولو تکنالوژۍ ودې ته زیاته پاملرنه او پانګونه ورباندې وکړي، خپله ښه کادرونه او استعدادونه یې په پالیسیو او ستراتیژیو جوړولو او پلي کولو کې وګوماري. که دا کار ونه کړي بیا له نورو سره سیالي نه شي کولئ. همدارنګه، د خپلو خلکو آزادیو ته دې درناوی وکړي، که په لنډ مهال کې دا کار یو څه ستونزمن وي، خو په اوږدمهال کې به ثبات لرونکې ټولنه او ملت ولري. 
 
تر کرونا وروسته خرافات به پيکه شي
له کرونا زده کړي درسونه او روښانه شوي واقعیتونه به له زیاتو له دین سره په ټکر کې خرافاتو پرده پورته او د عوامو ذهنونه به د دیني سوچه نصوصو او لارښوونو او ساینسي معلوماتو په مرسته روښانه کړي. د کرونا په درشل کې د خرافاتو بازار ښه ګرم و. چا به ویل چې یو ماشوم پيدا شوی، زر یې خبرې کړې، ویلي یې دي چې په ټولو هغه قرآن شریفونو کې چې تلاوت کېږي، یو سپين او یو تور ویښته اچول شوي، هر جا چې په اوبو کې دا وېښتان واچول او هغه یې وڅښې وبا به هېڅ اغیزه ورباندې ونه کړي. یا بل ماشوم پيدا شوی، زر یې خبرې کړې چې هلئ تور چای د دې مرض دوا ده، نور بیا وايي: د کرونا مړی چانه دی لیدلی، خو دوی ړانده او کاڼه دي زموږ زیات شهید ډاکټران نه ګوري چې په رسنیو کې یې تصویرونه کښته پورته کېږي. پوهېږو چې خرافات که څه هم هېڅ منطق، دیني او علمي بنسټ نه لري، د اسلامي عقیدې له نظره زیات وختونه شرکي نظریات خپروي، خو د بې علمه او ناخبرو خلکو له عقیدو سره برابر او د ځان غوښتونکو کاهنانو په مرسته د خلکو د غولولو لپاره د ټاکلو نا روا موخو د ترلاسه کولو لپاره رامنځته او ورته تبلیغ کېږي. ځينې خرافات تبلیغوي او فکر کوي خلکو ته کاذبه هیله ورکړي او یا خلک په دوکې سره خپل تجارتي توکي لکه تورچای! په لوړه بیه وپلوري، ځينې بیا په خپل فکر د دې لپاره چې خلک په دین منګولې ولګوي نو یا څه خبرې جوړې کړي او یا هر څه چې واوري نورو ته یې رسوي خو خبر نه وي چې دا کار له دیني سوچه فکر سره په ټکر کې او د دین له پلوه مردود عمل دی ځکه په اوږدمهال کې د سوچه دیني نصوصو، لارښوونو او خرافاتي خبرو توپير عوامو ته ګران شي او بل داچې لوستي کسان چې په نورو علومو او ساینس کې معلومات لري دین ته د خرافاتو د یوې مجموعې په سترګه وګوري او جاهلانو ته موکه په لاس ورکړي چې د دین سره واټن پیدا کړي. 
 
ګورو چې زیات خلک د مادیاتو غلامان شوي وو او له نورو سره مرسته او معنویت یې هېر کړي وو. نو کېدی شي تر کرونا وروسته به داسې پوهان او لیکوالان، رهبران او سیاستوال را وټوکېږي چې انسانیت او معنویت ته کار وکړي او لا نور غوره اثار وپنځوي، اړونده شعرونه، هنر او کتابونه به زیات شي چې معنویت ته پاملرنه  زیاته کړي. دا او نور ټول به نویو غوره افکارو ته لاره پرانېزي. 
 
خو یو شمېر خلک به یوازې په یو څه احساساتي خبرو او ویناوو بسنه وکړي، له عقلانیت، دیني نصوصو او ساینسي لارښوونو به کومه زده کړه و نه کړی، نه به کوم علمي اثار رامنځته او نه به د نورو خبرو ته غوږ ونیسي. خلک به دین او په تېره د اسلام حقانیت ته چې تر 1400 کاله مخکې یې د اوس زمانې د ساینس او روغتیايي علومو د قرنطين مفهوم ته زیات ځېر شی، په دیني نصوصو کې به لا نورې څېړنې وکړي، داسې غوره دیني اثار به لا نور د نړۍ په ټولو ژبو زیات شي چې د ساینس او اسلامي لارښوونو په بنسټ به خرافات لېرې او بې ارزښته کړي.  
 
کېدی شي کرونا په مسلمانانو کې دیني او سیاسي شعور ته وده ورکړي. هیله ده او نښې نښانې شته چې د نړۍ ملتونه د ځينو اسلامي ملکونو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون به د کرونا وبا له کبله زیاتو پېچلو فردي، ټولنیزو، ملي، سیمه ایزو او نړیوالو ننګونو ته پام وکړي، د تېر ایستونکو ساده کولو فکرونه به پرېږدي او پېچلو ننګونو ته لکه چې دي له پېچلتیاوو سره سره ورته هر اړخیزې لارې راوباسي. هیله ده زیات ملتونه به په ځان بساینه، اقتصاد، غوره ښوونیز او تربیتي او روغتیایي نظام، د خپل هېواد دفاعي سیستم، ملي ثبات، شې حکومتولۍ لکه قانون په ټولو یو شان پلي کولو، دیني او ملي ارزښتونو، دیني پوهې او هم په الله تعالی توکل ته پاملرنه وکړي.
 
په اسلام کې عمل کول، وسیلې کارول او توکل ټول مهم دي
دین موږ ته وایي چې مسلمان عمل او توکل دواړو ته اړتیا لري. دا یو مهم اصل دی چې ګڼ شمېر دیني نصوص، قرآني آيتونه او احادیث یې موږ ته راښيي. یو لنډ حدیث شریف دا مسله ښه تشریح کوي. په یوه حدیث شریف کې راغلي چې یوه کس خپل خوشی کړ او ویې ویل چې « توکلت علی الله». پیامبر علیه السلام ورته وویل چې « اعقلها و توکل» یعنی لمړی د اوښ وتړي بیا د توکل وکړي.
مولانا جلال الدین بلخي دا حدیث په یوه بیت کې بیانوي او وایي:
 
گفت پیغمبر به آواز بلند ----- با توکل زانوی اشتر ببند
د اوښ تړلو درس او بیا توکل د دین پوهانو په نظر موږ ته وایي چې لمړی د کرونا غوندې نورو بلاوو، سرطان، تور زېړي، سېل او نورو ناروغیو او هم د لوږې، فقر، بې سوادۍ او نورو ټولنیزو ناروغیو په وړاندې د عقلانیت، تدبیر، پوهې، غوره پلانونو، علمي څېړنو، مشورو، خولو تویولو، له تېرو تجربو په ګټه اخیستنو او نورو په مرسته شته وسیلې په کارواچوو او تر څنګ یې په خدای (ج)  توکل وکړو او ورنه مدد وغواړو. که موږ حرکت او خوځښت ونه کړو برکت به له کومه شي.
 
زموږ زیات خلک ځان په دې تسکینوي او خپله دیني تنده ماتوي چې کرونا د نړۍ مستکبرین مات کړل، دا به سمه وي، خو دې ته نه ګوري چې نړۍ له همغو د کرونا د واکسینو او درملنې تمه لري، دا شتمن او پرمختللي ملکونه به یو څو زره او یا د خپل نفوس یوه برخه له لاسه ورکړي، خو لا نور قوي او پرمختللو روغتیایي سیستمونو او حیرانوونکو تکنالوژيو سره به له کرونا ویروس وبا راووزي او موږ غوندې وروسته پاته ملکونه به خدای مکړه کرونا ویروس وبا څولسیزې وروسته او شاته پاته کړي.
 
زموږ پيغمبر خو ویلي چې هر مرض دوا لري، نو موږ مسلمانان ولې د کرونا دوا نه شو جوړولئ، ولې لکه نور ملکونه ټول نفوس ته په کورونو کې سړي سر زر دوه زرهUS$ 2,000)  ( ‌‌‌‌‌‌ډالره مرسته نه شو کولی، ولې مو همدوی ته سترګې نیولې چې ګوندې واکسین به جوړ کړي او له موږ سره به مرستې وکړي، موږ ولې د دې ستر ناورین په وخت خپل اختلافات یوې خواته نه شو کولئ، ولې وینه تویېدنه نه شو درولئ، ولې د خپلو هوسونو له خرو نه شو راکوزېدلئ او ولې خپلو بدبختیو ته نه شو ځېر کېدلئ؟ او داسې نور زیات سوالونه شته چې موږ یې باید له ځانه وکړو، ورته رښتیني او نه تېر ایستونکي ځوابونه ومومو.
 
ګورو چې په تاریخ کې زیاتې وباوې یا طاعونونه لکه په څوارلسمه میلادي پېړۍ کې تور مرګ خور شو، چې له منځنۍ اسیا او د ځینو په قول له چینه خور شو، په تجارتي لارو غرب ته ورسید، په اروپا او اسلامي نړۍ کې د زیاتو سیمو خلک یې تباه کړل لکه په انګلستان کې یې په لمړي ځل خورېدو سره د ۴۰-۶۰٪ د نفوسو تباه کړل او بیا وروسته بېرته راوګرزېده او د انګلستان یې بیا ۲۰ ٪ خلک ووژل، اوس به هم یو شمېر ووژني، نړیوال اقتصاد به وځپي،  ملتونه به اوس هم ورسره بریالۍ مبارزه وکړي او زر به خپل اقتصادونه ورغوي، خو غریب ملکونه به لا نورو اوږدو ناورینو، لوږو، خپل منځي ژورو لانجو او مرګونو ته ورټېل وهي. یو بل تاریخ پوه وايي چې لمړی یې په خورو شویو سیمو کې د ۳۰-۴۰٪ خلک ووژل، په عیسوي روحاني مشرانو کې یې زیات مرګ وګړ او په پای کې د ۲۰ ٪ مړینې په لرلو سره ودرېد. په هغه وخت کې خلکو ته کلیسا خدای ته ورنېږدې نهاد ښکارېده، خو کلیسا زیاته فاسده شوې وه، تور مرګ په مذهبي مشرانو کې زیاته مړینه وکړه نو د خلکو اعتبار هم ورباندې کم شو او همغه و چې د کاتولیک په مذهب نیوکې پيل شوې او پروتستانت چې د اعتراض معنی لري، عیسوي مذهب په اروپا کې رامنځته شو. 
 
د دیني نظره د وبا لامل د انسانانو سرکشي او ظلم دی او موږ باید د خپلو دیني لارښونو سره سم د ظلم او تېري په وړاندې د الهي عذاب په حقانیت او د الله تعالی د وعدو په رښتیا کېدو باور ولرو او د کرونا پېښې زموږ یقین په خپلو دیني ارزښتونو پوخ کړي. خو لکه ځينې مسلمانان په تېره زموږ افغانان چې یوازې دې خبرو ته په جامو کې نه ځاېېږي چې د کرونا ویروس د مسلمانانو لپاره نه دی، او دې ته نه ګوري چې ولې د وبا د پیامبر علیه السلام زیات یاران د معاذ بن جبل په ګډون شهیدان کړل، دوی خوشالي ښکاره کوي چې د کرونا ویروس وبا دا او هغه ملک په ګونډو کړ او خپل خوار و زار حالت ته نه ګورو، له درانه خوبه مو نه راویښوي، هغه ظلمونه او قتلونه چې زموږ په خاوره کې کېږي او موږ هم پکې په یوه او بل ‌‌‌‌‌‌ډول لتاړ یو مګر ظلم نه دی،، که موږ له ځان غوښتنو او وروروژنو لاس وانه خلو، خپل روغتیایي او ښوونیز نظام او اقتصاد ښه کولو ته پام ونه کړو نو په یقین سره ځان به تېر باسو او له ځان سره به دروغ وایو، د هغه ستر رسالت سره به خیانت کوو چې الله تعالی انسان په ځمکه خپل ځای ناستی او خلیفه ټاکلی بلکه د بلهم اضل مقام ته مو خدای مکړه رسوي. 
 
دیني باورونه موږ نه یوازې باید غافله نه کړي بلکه خپلو دیني، هېوادنیو او انساني مسولیتونو، زیانمننو او کمښتونو ته مو لا ځير کړي. دیني عقیده موږ ته داسې درس نه راکوي چې په جهالت کې ژوند وکړو، چې کله نور په موږ ظلم کوي او موږ د خدای ج قهر ته سترګې په لاره و اوسو او بس. نو که داسې کوو ولې دعوا لرو چې الله تعالی خپلو صالحو بندګانو ته د ځمکې په سر خپل نیابت ورکړی تر څو بشریت رهبري او له هلاکت څخه وساتي، ایا موږ په جهالت کې دا کار کولی شو، موږ به د الله تعالی د ځای ناستي توب ته وړ وو او که بل څوک چې رښتینی توان ولري چې بشر سم رهبري او له کړاوونو خلاص کړي؟ باید د کرونا ویروس وبا موږ دې فکر ته اړ کړي چې تر څو به زموږ خلک له روغتیاي خدماتو، کیفیت لرونکو دواوو، پرمختللی روغتیایي سیستم، تعلیمي نظام او غوړېدلی اقتصاد نه لري، تر کله به موږ نورو ته د دروېزې لاس نیولی وي، مرستې، د کرونا او نورو ویروسي ناروغیو واکسین او طبي سامان الات او نور به ورنه غواړو.