باراک اوباما، اته کاله وروسته یو ځل بیا د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو په مرکزي څیرې د بدلیدو کې ده

روهي(جمعه/۲۶ د غویي)، باراک اوباما وروسته له اته کلونو یو ځل بیا د انتخاباتو په مرکزي څېرې بدلیږي. ښاغلی اوباما اوسمهال د دموکرات ګوند ډیره محبوبه او مشهوره سیاسي څیره ګڼل کیږي، له دې کبله د ښاغلي بایدن انتخاباتي ټیم په پام کې لري چې په راتلونکو میاشتو کې پخوانی جمهور رئیس د ښاغلي بایدن په انتخاباتي سیالیو کې خاص حضور ولري.
 
د اوباما د حکومت پر وخت د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند نېد پرایس، وایي د دواړو ګوندونو سیاستوال (دموکرات او جمهوري غوښتونکي) غواړي چې پر اوباما باندې ډیر تمرکز وکړي.
 
که څه هم چې د ښاغلي اوباما او د هغه د ټیم د خلاف رفتارۍ په هکله کوم مدرک او سند د فلن د قضیې په اړه نشته، جمهور رئیس ټرمپ پدې ورځو کې د "اوباماگیت" په نامه پخوانی جمهور رئیس د جرم په کولو تورنوي.