او پیوند چې ما پیژاند ، هغه هم لاړ ...

په (کلیمه) خو نا پا کان خپل ایمانونه مینځي
مـــا تـــــه پــــــــــه وخت د ځنکدن یوه ټپه ووایه  
 ( پیوند) 
کابل لا خوځیده، لاد روسي ټانکونو دربهارپه کې روان و، د پوهنتون په بس کې له خپل نژدې ملګرې سره  ښارته وخوځیدو، ملګري مې راته وویل: 
ـ پام کوه حالات ښه نه دي ، چې ما څوک درنه بو نه ځي ... 

ما ورته وویل: 
ـ توکل پرخدای، څه خبره به نه کیږي ، ښاربه وګورو هلکانو ویل چې نن ښارآرام و... 
خوزما موخه داوه چې بیګاه چا پټ راته وویل چې ټول یاران یې نیولی یوازې پیوند تراوسه دفترته ځي ...کیدای شي ویې ګورې ... 

د پل باغ عمومي په لویدیزاوختیز واټ باندې لاهم روسی ټانګونه ولاړوو، لاهم روسانوپوځیانودلارویو وارخطا وارخطا قدمونه د برچپک کلاشنکوف په تیارسئ سره یو یوڅاره ... اوهرڅوک دغه وام نیولی وو چې وطن روسانو ونیو... نورنودې ددې وطن خدای مل شي... 

موږ له بسه کښته شوو، او کرار کرارموځانونه د کتابو دیوال ته کړل ... یوازې یو دوه کتاب والا له یوڅوکتابوسره دلګیدلی اور لمبو ته ناست وو...  هوا نن لمرینه وه ، خو یخنۍ یې د خلکو پرمخونو باندې بی سلا ملا یخې خولې لګولې... 

همداسې دکتابو کتلو پر پلمه دسپین زرهوتل مخې ته ورسیدو، هغې خواته مو د اطلاعاتو اوکلتور وزارت ته وروکتل ،ډله سرتیري یې مخې ته ولاړوو... ملګري ته مې وویل: 
ـ د وزارت خواته تګ نه کیږي...  

ما هغه ته نه وو ویلي چې زه ګواکي د پیوند کتلو ته راغلی یم ... خدای خبر هغه به ژوندی وي که نه ؟؟ خو ده درګرده همدا ترغوږ را تیروله   ـ  پرما پام کوه چې ما څوک درڅخه بونه ځي... 

موږ لا همدغه خبره نه وه سره خلاصه کړې چې یو پټو والا زموږ په قد برابر سړي چې یوازې سترګې یې راته ښکاریدې  زموږ مخې ته ودرید ، پټویې له مخې یوې خواته کړ، راته په خندا شو ... ومو پیژاند...  

ـ غیږه  مې ورکړه...  پیوند صاحب...  ته ؟ 
همدا اوس مو ستا په باره کې خبره کوله ، ستا ددفترپه باره کې ... چاراته وویل چې یوازې ته پاتې یې... نور ټول... ؟
په خندا شو: 
ـ خرص لید لی ډانګ تیار... 

څو شیبی ورسره ودریدو ، خو ډیرنارامه و، له جیبه یې څو پاڼي را ویستی ... یوازې یوه یې ماته راکړه  نورې یې بیرته جیب ته کړې ...  ما هم ورقه زر خپل جیب ته کړه ... ځکه ډاریدو چې اوس مو څوک لاس په لستوڼي ونه نیسې ... خوده یوازې دومره  وویل چې که کیدای شو، نورې کاپۍ ترې وباسئ اودوستانو ته یې ورکړئ ...  له هغه وروسته یې خپل مخ بیرته وپیچه اوله موږ سره یې خدای پامانی وکړ، ویې خندل: 
ـ بس دعاوې کوئ ، کیدای شي زر بیا سره ونه وینو ...  که نصیب و، دری ورځې وروسته په همدغه ځای ... 

موږ سره بیل شو، موږ غوښتل چې په بازارکې چکر ووهو، خو دپیوند پآڼي زه اوس ډیردروند کړی وم،  خپل ملګري ته می وویل چې نورباید بیرته بس ته پورته شو ... اوزر باید ځانونه لیلې ته ورسوو ... 

بس خالي و، موږ په وروستۍ څوکۍ کې کیناستو، آرامه آرامی وه ، دملګري مخ ته مې پاڼه له جیبه را ویسته ، کراره مو خلاصه کړه :  چې پیل یې داسې و: 
 « شوروي پرافغانستان یرغل کړی، د افغانستان قانوني حاکمیت یې د ټولو نړیوالوحقوقو خلاف له منځه وړی دی ، موږ نه شورویان منواونه هم دهغو ګوډآګیان ...  بل ځای یې لیکلي وو، زموږ هیله له نړیوالوڅخه هم هغه ده لکه چې په ملګرو ملتوکې د افغانستان استازي د شوروي یرغل افشاکړي اودایی په ډاګه یو غیرانساني تعرض بللی دی.... »   
ددغو خبرو په لوستوسره موږ دواړه په رښتیا هم سره هیښ شوي وو، ملګري مې راته وویل چې پاڼه باید لیلې ته یونه سو، دومره اوږده لیکنه نه ده ... کیدای شي عین متن بیا ولیکو ... خوما پاڼه کراره په خپله جورابه کې کیښوده ... زړه مې ونه شو چې څیرې یې کړم ، اوپه همداسې ډار ډارکې لیلې ته راورسیدو، او نیغ خپلې کوټې ته لاړو ... 

آته کاله وروسته ، پیوند له زندانه را خوشی شو، هغه ځوښ اوهغه مستي ، هغه شرنګ اوترنګ اوس نه و ورپاتې ، دلومړي ځل له پاره مو چې سره ولیدل، راته په ژړا شو، په غیږ کې یې ونیولم ... او خپل کیسه یې داسې راته کړه : «... کله چې له تاسو بیل شوم ، لږ وړاندې نه وم تللي چې دوو سپين پټۍ والا خوانانو ودرولم ،  بي ښه اوبده یې راته وویل چې ستا سره مو کاردي ، دا دواړه زما مامورین ول، ښه مي پیژندل، د وزرات دروارې ته نژدي دوسله والو موټر ولاړ و،  پرهغوی یې ور وسپارم ... اوله هم هغه ځایه یې زه په موټرکې کینولم ، پاتې شب نامې مې د موټرتر څوکۍ لاندې واچولې ...زه یې  یووړم په بندیې کړم  کله چې له موټره کښته شوم ، اوشپي پاڼو ته یې ورپام نه شو ... اوزه ډاریدم چې که را سره ووینې نوبیا خو سوال اوځواب ته  اړتیا نشته ... »  

زما اوپیوند پیژندګلوي یویونیم کال پخوانۍ وه، د ژوندون مجلې دمدیرې  راحلې جانې راسخ چې یوه مهربانه میرمن وه دفترته دژوندون مجلې دهغې ګڼې اخیستوته ورغلی وم چې زما اوپیوند شعرونه په کې چا پ شوي وو، په هغه ورځ دی هم هلته و، خپل کارد یې راکړ ، بلنه یې راکړه چې دده دفترته ورشم ... اوله همدغه زموږ پیژندګلوی پیل شوه او زه به کله کله دده دفترته ورتلم ... 

آته کاله وروسته ، پیوند له زندانه را خوشی شو، هغه ځوښ اوهغه مستي ، هغه شرنګ اوترنګ اوس نه و ورپاتې ... 

یو یونیم کال دده له زندان راوتو تیر نه و چې یوه ورځ یې  زه اوارواښاد عطایی صاحب د افغانپورصاحب له دفتره راووتو، دده دفترته ورغلو... بې اجازې ورنتوتو ... راته خوشاله شو،  زموږ یې ښه هرکلي وکړ، سیلي او باولۍ یې نوې چا پ کړې وې، عطایی صاحب پوښتنه ورڅخه وکړه چې دانومونه دې ولې ډیرتاودي نه دي پرایشي ؟ ده ورته وخندل : 
 ـ استاده نوره نو په موږ کې هم کومه تودوخه نه ده پاتې ...  

ما ته یې لا کتابونه نه وو راکړي... عطایی صاحب کتاب سره اړاوه... چې ما ته یې مخ را واړاوه:
 
 ـ  ترڅو ماته ونه وایې چې ما ولې دغه نومونه غوره کړي، یوبه هم درنه کړم... ما عطایی صاحب ته وکتل هغه هم خپله خبره وکړه « هو،  سمه ده دادبیاتو استاد باید خپل نظر پی ورکړي ... 

زه یوڅه په فکرکې شوم ... خو خدای مې مل و را یاده شوه ... په خندا کې مې ورته وویل: 

 ـ له خوشاله بابا خو به دې غلا نه وي کړې ؟ 
پیوند صاحب پوه شو ، ځکه یې زر راته کړه : 
ـ که مې کړې وي  نو لږ یې راته په ډاګه کړه ...

ما ورته وویل چې:   
ـ ولي دخوشال بابا د اسونو نومونه  نه دي ؟ 
له ځایه اوچت را پورته شو ، غیږ یې راکړه ، عطایی صاحب ته یې مخ کړ : 
ـ دایوه میاشت کیږي چې له هرچا دغه پوښتنه کوم، ټول یې یوازې په مانا را ته لګیاوي ...خوله هیچا مې هم دغه ځواب وانه ورید ... هو، سیلۍ او باولۍ د خوشال بابا داسونو (اسپو) نومونه دي ... 

موږ لاد سیلۍ او باولۍ خبره نه وه خلاصه کړې چې ارواښاد افغانپور راننوت ، هغه کورته روان و، موږهم خدای پامانی وکړاو له هغه سره دکورو پرخوا دهغه په موټرکې وځوځیدو...

هو، دریغه،  چې نن مو هغه د سیلي او باولۍ په ویاړو سپور پیوند له لاسه ورکړ... هو، پیوند ، علی ګل پیوند ... یوستوری او یو دردیدلی شاعر ...    

پیوند زموږ د پښتومعاصرشعری بهیرکې په هغو شاعرانو کې راځي چې هغوی د زندانو سختې ترخې او تودې تیرې کړې ، لکه د فارسی ژبې مسعود سعد سلمان، رابعه بلخي  او د پښتوژبې نومیالي شاعر اشرف خان هجرې اونور چې دوی به  ټول دانسانی مقاومت ویاړونه له ځان سره لري، د دوی شعر اوشاعري د ټولنې د معنوی ژوند یوځلاند خو بیل څپرکې جوړوي ... 

پیوند د خپل مقاومت په ترڅ کې دخپل ژوند ترپایه په هم هغه تم ځای باندې ولاړ او باوري و لکه چې اشرف خان هجري به ویل: 
ستا له ستمونو دوره چا ورته فریاد کړم
وله مې په غشو ما همت درته  نیولی

یاد یې تلپاتې  اوځای جنتونه