یوې ایرانۍ بیړۍ بله ایرانۍ بیړۍ ویشتلې او ۱۹ سرتیري په کې وژل شوي 

روهي (دوه نۍ/۲۲ د غوايي)، تېره ورځ عمان خلیج په هرمز تنګي کې يوې ایرانۍ بیړۍ بله ایرانۍ بیړۍ په تېروتنې وېشتلې ده چې تلفات يې رامنځ ته کړي دي. دغه پېښه کې ۱۹ ايراني بحري پوځيان وژل شوي او ۱۵ ټپيان دي. 

د ايران بحري ځواک په يوې اعلاميې کې د دغه پېښې او تلفاتو پخلی کړی دی. خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې يادې دوه بحري بېړۍ د پوځي تمرين په حال کې وې. 

هغه بېړۍ چې وېشتل شوې (کنارک) نوميږي او د (جماران) په نوم د بلې بېړۍ له خوا  پرې توغندي وېشتل شوي دي. د تلفاتو راپور لومړی دی اوښايي شمېرې پورته شي. 

 له دې  وړاندې د ايران پوځ يوه اوکراينۍ مسافر وړونکې الوتکه په نښه کړه چې په سلګونه مسافر په کې ووژل شول او د ايران حکومت دغه عمل تېروتنه بللې.