اتمر او ظريف خبرې کړي؛ ايران ويلي چې ژر به سيند ته د افغان وګړو د اچولو په پار پلاوی وټاکي 

روهي (دوه نۍ/۲۲ د غوايي)، د هېواد بهرنيو چارو وزارت سرپرست وزير محمد حنيف اتمر د ايران بهرنيو چارو وزیر سره سيند ته د افغان وګړو د اچولو پېښې په اړه ټېلفوني خبرې کړې دي. 

جواد ظريف محمد حنيف اتمر ته ډاډ ورکړی دی چې دوی به ژر يو پلاوی وټاکي ترڅو افغان پلاوی سره يو ځای پلټنې تر سره او د يادې قيضې اساس مالوم کړي. 

جواد ظريف ويلي دي چې د اړتيا په صورت کې به د افغان حکومت او ايراني پلاوي په هرات او يا مشهد ولايتونو کې د يادې پېښې په اړه ګډې ناستې کوي او شواهد به سره شريکوي.