پښتانه او اسلام

کله نا کله داسې راته ښکاري چې د اسلام ټیکه یواځې پښتنو اخیستې او  د ټولې نړۍ د مسلمانانو غم ورسره دی خو بیا بلې خوا ته ‌‌‌‌‌‌‌‌یوه مشهوره معقوله لرو چې (پښتنو نیم قران منلی)؛ دا خبره تر ډېر ځایه ریښتیا ده ځکه چې پښتنانه د اسلام هغه احکام چې د دوی په ګټه وي، خوند ورکوي او مني يې خو کوم احکام یې چې په طبعه نه وي نو هغه ته ‌بیا ‌‌‌‌‌ډېر ښه تاویلونه پیدا کوي. 

د بېلګې په توګه:
سوره البقره ۱۸۴ ایت 
*أَيَّامًا مَعْدُودَاتٍ ۚ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۚ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ ۖ فَمَنْ تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَهُ ۚ وَأَنْ تَصُومُوا خَيْرٌ لَكُمْ ۖ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ،
ژباړه: په ناروغ او مسافر روژه نشته.
خو پښتون که په مرګ هم ناروغه وي نو روژه نه خوري او وایي چې زه ځمکه او اسمان پيژنم نو ولې روژه وخورم؟ خو پدې خبر نه دی چې بیا وروسته د انسان بدن کمزوری کیږی او مرض یې نور هم دوام پیدا کوي، که ورته ووایې چې په سفر کې روژه خوړل روا دي وایې چې هغه پخوا زمانه وه، دغه امکانات نه وو نو ځکه په سفر کې د روژې خوړلو اجازه وه، اوس دا حکم منسوخ دی. 

یعنې توبه نعوذ با الله خدای خبر نه وو چې په راتلونکي کې به داسې وسیلې (موټرې او جهازونه ) وي، خدای خبر وو خو بیا یې هم امر کړی چې په ناروغ او مسافر روژه نشته.  
  
که ورته ووایې چې اسلام کې حج فرض دی دا مني او ډېر په شوق مکې او مدینې ته ځي ځکه چې د حاجي نوم یې د خوښۍ او ویاړ سبب ګرځي خو په ورته وخت کې که ورته ووايې چې زکات هم د اسلام له پنځه بناو څخه یوه بناه ده نو ځان شاته کوي، په میراث کې د خورلڼو حق نه مني نه پرې عمل کوي او که کوم ځوان پرې عمل وکړي نو داسې ګمان کوي چې دېر لوی احسان یې پر خپلې خور کړی، که کومه خور د خپل حق غوښتنه کوي نو پښتون ورور یې د خورولۍ له ریشتې څخه انکار کوي. 

دا هم درسره مني چې شراب حرام دي‌‌ خو چرس حرام نه ګڼي او د ملنګۍ نشه یې بولي.
رشوت اخیستل هم ورته بد ښکاري خو ښه په نره بیا رشوت ورکوي او په لویو مجالسو کې به په فخر وایي چې په فلانۍ اداره کې مې کار بند وو او د پیسو په بدل مې خپل کار را خلاص کړ.

په واده کې د قران شریف ختم نیسي او نعتونه وایي، داسې احساس به درکړي چی فاتحې ته راغلی یې او یا به په کې هلکان ګډوي چې ځانته دې خجالت کړي یعنی یا به افراط کوي او یا هم تفریط. 

د پښتنو په اسلام کې یوعمل یا فرض العین وي او یا هم مطلق حرام وي واحب، سنت، مستحب، مباح، مکروه وغیره حکومونه په کې نشته. 

اکثره پښتنو دوه یا درې حدیثه او یو څو عربي معقولې زده کړي خو په معنی او مفهوم به یې خبر نه وي، د مثال په ډول، کوم کار چې خوند ورنکړي نو دا حدیث به وايي ( من تشبه بقوم فهو منهم ).

د سنت په ترک کولو به درباندې د کافر ټاپه لګوي حال دا چې حتا د سنت عمل څخه منکر کافر نه دی. 

 په نکټایي تړلو او پتلون اغوستلو سړی کافر شو، یعنی د لباس شباهت یې د کفارو سره وو. 

یا هم د ږیرې په نه لرلو یو کس ته جزاګانې ورکول شوي نو د حال دا چې ږيره خو د فرعون او ابوجهل هم وه، ږیره زما د مسلمانۍ ثبوت نشي کېدلی، هو یو سنت عمل دی او ثواب لري نو په ترک د سنت سړی مه کافر کوه.

نن سبا خو په غرب کې په خاص ډول عیسویانو کې ږیره پریښودل دود شوې او یو مود دی نو د پورتني ‌ذکر شوي حدیث په رڼا کې څه کوې؟ د یهود او نصارا مخالفت؟
د حدیث مفهموم خوراک، لباس او ورځني کارونه نه بلکې ديني احکام وو.

د پښتنو چې  کوم کار ته زړه وي که څه هم هغه به ښه کار نه وي او پایلې به يې هم بدې وي نو بیا وایي؛
[انما الاعمال بالنیات] 
زما نیت ښه وو خیر که کار بد وو. 
بله خبره د بدعت ده چې تعریف یې داسې دی؛
 هر هغه عمل او حکم چې د اسلام جز نه وي خو د اسلام جز او برخه یې وګڼي او د ثواب په نیت هغه کار وکړي نو دې عمل ته بدعت ویل کیږي.

اوس که کوم کار زه د خپلې تفریح لپاره کوم هغه بدعت نه بلکې مباح ده.
ته اوس ماته دا ووایه چې کلېزه (سالګره)، نوی کال (نوروز)، د پلار او یا د مور ورځ نمانځل بدعت دی؟ ما د اسلام جز ګڼلي؟ 

هو که د اسلام جز مې ګڼلي وي نو بدعت دی خو که زه یې هسې د ځان خوشحالۍ لپاره نمانځم نو مباح ده، 

بدعت  خو د مړي جمعه ګي‌، څلويښتی، سقاط او نورې کیسې دي. 
هر کار به ورته د یهود او نصاراو کار ښکاري، په جیب کې د کفر ساتل شوې ټاپه به را اوباسي او د کافر په نامه به دې ټاپه کړي خو په دې نه پوهیږي چې یهود او نصارا څوک دي؟ 

لنډه دا چې پښتانه د اسلام هغه ټیکه داران دي چې په اسلام او شریعت پوره خبر نه دي. 
مهمه یادونه: ټول پښتانه داسې نه دي خو که حقیقت نه سترګې پټې نه کړو نو اکثره پښتانه همداسې دي.