د خوست امنیه قومندان مل پاسوال سید احمد بابازی  د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی

روهي(جمعه/۱۹ د غویي)، د خوست امنیه قومندان مل پاسوال سید احمد بابازی پنجشنبه ماسخوتن د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ځنیخېلو سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی. د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د خوست امنیه قومندان دې ډلې وژلی دی.نوموړی زیاتوي پر قومندان بابازي سربېره درې پولیس وژل شوي او بل ټپي دی.
 
د پولیسو ځایي سرچینې وایي، د نادرشاه کوټ ولسوالۍ شمبوات سیمه کې د پولیسو پر پوسته جګړه روانه وه چې امنیه قومندان یې ملاتړ لپاره ورتله او د سړک غاړې ماین پرې وچاودېد.د خوست والي حلیم فدایي وایي، امنیه قومندان د هغه مکار دوښمن لخوا وژل شوی چې د سولې شعارونه ورکوي.