د ايران بهرنيو چارو وزارت: د ايراني ځواکونو له خوا سيند ته د ځيني افغان کډوالو غورځول ( سخت درواغ) دي 

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د غوايي)، د ايران بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې دا ادعا چې د ايران پوله ساتو ځواکونو ځيني افغان کډوال سيند ته اچولي دي له حقيقت لېرې خبره او سخت درواغ دي. 

د ايران د بهرنيو چارو وزارت ویاند عباس موسوي ويلي دي چې داسې هېڅ څه نه دي پېښ شوي او نه هم د ايران د پوله ساتو ځواکونو داسې کار کړی خو بيا هم مونږ د افغان حکومت په غوښتنه د  يادې ادعا د ارزولو برخه کې رسمي همکارۍ ته تيار يو. 

بي بي سي د د ایرنا خبري اژانس د رپوټ اړوند ليکلي،  "لکه مخکې چې زموږ د هېواد چارواکو ویلي، دا خبر سخت درواغ بولو چې ایراني پوله ساتو ځینې افغان وګړي افغانستان ته د ستنېدو لپاره پر هریرود اوښتو ته اړ کړي دي.

ایران له موضوع سره تړاو نه لري، خو بیا هم د افغان چارواکو غوښتنې ته په پام دغه وزارت د دواړو هېوادونو د ښه ګاونډیتوب او ښه نیت د اصولو له مخې او د ورورولۍ اړیکو په دلیل په رسمي یاداښت کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د تهران سفارت ته ویلي چې ایران د دې ادعاوو د ارزولو لپاره ګډې همکارۍ ته تیار دی".

تېره ورځ د افغانستان بهرنيو چارو نوماند وزير محمد حنيف اتمر یادې پېښې ته سخت توند غبرګون ښوودلی او د هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ هم ياده عمل وحشيانه او غېر انساني بللی وو.