ولسمشرۍ ماڼۍ: د ايراني عسکرو  وحشيانه و غیر انساني عمل د بښلو وړ نه دی 

روهي (څلورنۍ/۱۷ د غوايي)، افغان حکومت د ايران او افغانستان پر ګډې پولې د ايراني عسکرو له خوا د يو شمېر افغان کډوالو ظالمانه وژنه په کلکه غاندلې او غبرګون يې پرې ښوودلی دی. 

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي په ټوېټر لکيلي دي، چې هغه کړنې چې  زمونږ د يو شمېر هېوادوالو  د شهادات لامل شو؛ وحشيانه او غېرانساني عمل دی. 

دغه خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د هېواد بهرنيو چارو وزارت د دغه پېښې په اړه جدي پلټنې تر سره کوي. له دې وړاندې بهرنيو چارو وزارت هم يادې پېښې توند غبرګون ښوودلی وو. 

بهرنيو چارو نوماند او چارسمبال وزير محمد حنيف اتمر دغه پېښه نه بښونکی جنايت بللی او د ژورو پلټونو يې ويلي دي