روهي (څلورنۍ/۱۷ د غوايي)، د جان هاپکنز پوهنتون د وروستيو شمېر پر اساس نړۍ کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۳۶۶۲۶۹۱ کسانو ته ورسېد او همدا ډول تر يو مېلېون او دوه لکه کسان له درملنې وروسته جوړ شوي دي.
د مړينې شمېرې ښيي چې ټوله نړۍ کې ۲۵۷۲۳۹ کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي چې تر ډېر په امريکا متحدو ايالتو او همدا ډول اروپا لويه وچه کې دي.
د امريکا متحد ايالتو کې د مړينې او ککړو کسانو شمېرې تر ټولو پورته دي. تر نن ورځې ياد هېواد کې د ککړو کسانو شمېر ۱۲۰۴۳۵۱ او د مړو شمېر يې ۷۱۰۶۴ کسانو ته رسيږي. تر اوسه ۱۸۹۷۹۱ کسان په متحدو ايالتو کې له درملنې وروسته له دغه وژونکي ويروس رغېدلي دي.
تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!
تبصرې
تبصرې نشته