ولې د کرونا ناروغانو لپاره پنځه تر لس ورځې برخلیک ټاکوونکې دي؟

خپله د ناروغۍ ورځنۍ نښې نښانې کولای شي، څو له تاسو او ستاسو له معالج ډاکټر سره مرسته وکړي چې ښه او پر ځای پرېکړه وکړئ چې آیا تاسو دې ته اړ یاست چې روغتون لاړ شي او که نه؟

د بېلګې په توګه یو کس له ډاکټر څخه پوښتنه کوي چې آیا زه به په کووېد ۱۹ ناروغې اخته شوې یم که نه؟ نو د ډاکټر لومړنۍ پوښتنه به د علایمو د پیل نېټه وي.

ضرور دا ده چې د لومړینو نښو نښانو د ښکاریدو له پیل سره باید نېټه او وخت له ځان سره یادداشت او د تبې او اکسیجن اندازه درسره وخت پر وخت د کرونا وېروس د نظارت او ارزیابي په خاطر نښاني کړي.

اکثر د کووېد ۱۹ ناروغان نیږدې په یوه اونۍ کې بېرته رغېږي، خو ډېر کم ناروغان د ناروغس دوېمې مرحلې ته ځي. 

د هر ناروغ حالت فرق کوي، خو له پنځه تر لس ورځې پورې دغه حالت ډېر نازک ځکه وي چې کرونا تنفسي مشکلات رامنځ ته کوي، مشخصا د ډېر عمر لرونکو ناروغانو لپاره، د شکرۍ ناروغانو، د لوړ فشار او ډېر وزن لرونکو ناروغانو لپاره سر خوږی جوړولای شي. د ځوانانو ناروغانو لپاره هغه چې بد حالت ته ځي کیدای شي لږ وروسته یعني د ۱۰ تر ۱۲ ورځي پورې مقاومت وکړي. خو هغه ناروغان چې تر ۱۴ ورځو کومې نښي نښاني ونه لري نو د جوړېدو په طرف روان وي.

د نورو ناروغیو په لرلو سره ډېری ناروغان له نښو نښانو وروسته له یوې اونۍ وروسته د روغ کس په څېر ښکاري او د ناروغۍ ټولې نښې نښانې سمې وي. نو له دې کبله خلک باید پوه شي چې لومړۍ اونۍ ډېره مهمه او برخلیک ټاکونکې بلل کېږي.

دا ډېره ضروري خبره ده که  کله تاسو ته د تنفس ستونزه پیدا کېږي باید صحي مرکز ته مراجعه وکړئ. د یاد ولو وړ ده چې دا هېڅ مهمه نه ده چې ستاسو د ناروغۍ کومه ورځ ده او دا هم مهمه بولم چې د کرونا معمولي علایم د یوې اونۍ وروسته همیشه ددې معنا نه لري چې درملنې ته ضرورت ولري. 

د علایمو څیړل او ډېره پاملرنه وروسته مریضي د دوېمې اونس نوی عاجلي واقعات یا مریضان روغتونو ته د  (پنومونیا) په شکل مراجعه کوي. مریضان د کووید۱۹ پنومونیا پیدا چې د (ګروند ګلاس اوپساتیز) په نوم ياد او بد حالت په شکل د دواړو سږو په لاندینې برخه کې وي. 

د اکسیجن کچه شاید ډېره ښکته شي چې مریض یې یادداشت هم ونه شي کړاي، چې دغې حالت ته (سایلند هایپوکسیا) وایي. معمولا وروسته مراقبتو ته اړتیا پیدا کوي.

د دې حالت د کنترول لپاره باید پلس اوکسیمیتر استعمال کړئ کوم چې ستاسو په ګوته کې بند او د اکسیجن اندازه معلوم وي. په نارمل شکل د اکسیجن اندازه د ۹۶ څخه تر ۹۹ پورې ده که چیرې ستاسو د وینې اکسیجن ۹۲ ته ښکته شي نو باید ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
په کور کې کولای شی چې خپل اکسیجن برابر کړئ یعني په شا مه بیده کېږي بلکې د سېنه یا معده باندې او یا په چپ یا ښۍ خوا او یا هم په چوکۍ مخامخ کېنئ.

ناروغان باید د بدن حالات ته وګوري او د علایمو د مودې یا نېټې لپاره ډېر جدې باید ونه وسوي په دې خاطر چې د انسان بدن عالي منول نه عملي کوي.