فابریکې د تولیداتو لپاره دي، چې ښه اجناس د انسانانو ګټې لپاره تولید کړي، کله چې پکې تخنیکي ستونزې پیدا شي تولیدي اجناس خراب راووځي نو چلوونکي مجبور وي چې دغه خراب اجناس له جوړو اجناسو څخه بېل کړي، په دغه وخت ښکاره خبره ده چې خراب تولیدات د فاریکې څښتن ته په تاوان وي او که چېرته یوه فاریکه تل خراب اجناس تولید کړي نو واضح خبره ده چې فاریکه دریږي. نو انسان مغز هم د یوې فاریکې ته ورته دی، چې افکار تولیدوي خو دغه افکار هم د اجناسو پشان مثبت او منفي کټګوریو باندې وېشل کېږي، که چېرته منفي افکار له مثبتو بېل نه شي حتمي ده چې انسان له ستونزو او کړاونو سره مخامخ کېږي که چېرته همېشه مثبت افکار تولید کړي ژوند یې خوشاله او آرام وي او که تل منفي افکار تولید کړي نو پایله یې د ژوند پای دی.
که دغه مثال زموږ اود نورو ټولنو سره تشبیه کړو چې نورو ټولنو ژوند آرامه او زموږ ټولنه له ډېرو ناخوالو سره مخ ده؛ نو معلومېږي چې زموږ د ټولنې د ستونزو عمده لامل منفي افکار دي، چې زموږ ژوند یې تریخ کړی، که وغواړو زموږ ټولنه سالمه کړو نو مثبت افکار باید تقویه کړو.
څنګه کولای شو، چې مثبت افکار په ځان کې تقویه کړو؟
ځواب: هر شخص دې ځان سره دا فکر وکړي، چې زه یو عادي شخص نه بلکې الله ج په ځمکه کې یو خلیفه ( استازی) یم چې لوی ماموریت یې راته سپارلی او دغه ماموریت لپاره یو بشپړ قانون راته را لېږلی، دا قانون وايي: ((خپله هم ښه کارونه وکړه او په نورو هم د ښو امر وکړه همدارنګه بدو کارونو څخه ځان اوخلک وژغوره)) خو دلته بیا تر ټولو مهمه خبره داده چې دا ښه او بد کارونه باید وپېژني، ځکه زموږ د ټولنې د خلکو اصلي ستونزه همدا ده چې ځېنو ښو کارونو ته بد او بدو کارونو ته ښه وایي، چې دا ناپوهي زموږ د ټولنې وروسته پاتې والی لامل ګرځېدلی، نو کله چې دا ښه او بد کارونه سره تفیک کړي پورتنی قانون وینا عملي کړي یعنې په ښو کارونو امر او له بدو منع وکړي، نو په دې اساس به مثبت افکار په ټولنه کې حاکم او سالمه ټولنه به رامنځته شي.
روښان الله روښان
وروستي