هند دا نه مني چې د مسلمانانو پر وړاندې تبعيض او دوه ګونی چلند کوي 

روهي (پنځه نۍ/۱۱ د غوايي)، د هندوستان بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې د امريکا متحدو ايالتو حکومت د مذهبي ازاديو کمېسيون هغه راپور چې هندوستان کې يې د مذهبي ازاديو په اړه خپور کړی وو، رد کړ. 

د امريکا متحدو ايالتو حکومت د مذهبي ازاديو کمېسيون په خپل کلني راپور کې هندوستان کې له ۲۰۱۹ کال را پدې خوا د مذهبي ازاديو په اړه اندېښنه ښوودلې ده او خبرداری يې ورکړی دی چې که چېرې د هند حکومت سمون رامنځ ته نه کړي نو د مذهبي ازاديو د  تور نوملړ په هېوادونو کې به يې شامل کړي. 

له تېرې يوې لسيزې د امريکا متحده ایالاتو د بین المللي مذهبي آزادیو کمیسیون هندوستان کې د مذهبي ازاديو په اړه راپورنه خپوري او د هند حکومت په وار - وار رد کړي  دي. 

د يادونې ده چې له تېرو څو کالونو راهيسې د هندوستان حکومت د امريکا  متحده ایالاتو د بین المللي مذهبي آزادیو کمیسیون هېڅ غړي ته د هندوستان ويزه هم نه ورکوي.