ولسمشر غني د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرې وکړې

روهي (درې نۍ/۹ د غوايي)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف سره ټلیفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼه کې ويل شوي دي، "په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د همغږۍ، په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ایران د مرستو د ژمنو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، هیواد یې د بشري اوربند د تامین لپاره د سیمه ییزې اجماع رامنځته کولو په موخه هلې ځلې کوي.

جمهوررئیس غني د ایران د بهرنیو چارو وزیر څخه په مننې، د دې موضوع هرکلی وکړ او وې ویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به دا موضوع تعقیب کړي."