د یوې لیکنې یا متن لوستلو او له هغې څخه مطلب اخیستلو ته مطالعه وایي.
دا، چې الله ﷻ انسان اشرف المخلوقات پیدا کړی، انسان ته یې د نورو مخلوقاتو په پرتله غوره والی وربخښلی، انسان ته یې عقل او پوهه ورکړې; انسان ته لازمه ده، چې له خپلې ورکړل شوې پوهې او عقل څخه په سمه توګه ګټه واخلي.
د انسان له پیدایښت سره سم له هغه سره عقل او شعور موجود وي، خو په لومړیو کې همدا عقل خام وي، چې د ورځو په تېرېدو سره یې کرار کرار عقل پخیږي او په هغو شیانو پوهېږي، چې مخکې پرې نه پوهېده.
د عقل د پرمختګ یو لامل هم مطالعه ده، چې یو انسان خپلو موخو ته رسولی شي.
د مطالعې د ارزښت په اړه الله ﷻ په خپل سپېڅلي کتاب (قرآنکریم) کې فرمایلي دي: «هَلْ یَسْتَوِي الَّذِیْنَ یَعْلَمُوْنَ وَالَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنْ»
(آیا برابر دي هغه کسان، چې پوهیږي او هغه کسان چې نه پوهیږي؟)
نن سبا، چې نړۍ څومره پرمختګ کړی ده؛ دا ټول د مطالعې برکت ده او هغه هېوادونه، چې وروسته پاتې دي؛ په حقیقت کې د هغه هېواد خلک له مطالعې څخه لېرې پاتې دي.
انسان هر ډول مطالعې ته اړتیا لري، چې باید و یې کړي؛ خو تر هر څه د مخه باید الٰهي کتاب (قرآنکریم) مطالعه شي، ځکه قرآن هغه کتاب ده، چې د ژوند ټولې لارې چارې او ټول علوم پکې رانغاړل شوي دي او وروسته بیا نور کتابونه مطالعه شي.
پخوانيو ارواپوهانو ویلي، چې په نړۍ کې درې ډوله ذهنونه شتون لري، ۱-کمزوری ۲-متوسط ۳- پیاوړی ذهن.
که یو انسان لږه مطالعه هم وکړي؛ نو کمزوری ذهن به یې په متوسط او متوسط ذهن به یې په پیاوړي ذهن بدل شي. پیاوړی ذهن هغه دی، چې ښه وروزل شي.
دلته د مطالعې د ارزښت او ګټو په اړه څو کرښې راسره ولولئ!
۱- مطالعه هغه څه ده، چې انسان د کمال درجې ته رسوي.
۲- د مطالعې له امله د پوه او ناپوه انسان توپېر کېدلی شي.
۳- مطالعه ستاسو او د نړۍ د سترو پوهانو تر منځ واټن له منځه وړي.
۴- مطالعه مو په ورځینیو چارو کې له ستونزو څخه ژغوري.
۵- مطالعه ستاسو د ځان، ژوند، ټولنې او هېواد د پرمختګ ستر لامل کېدلی شي.
۶- مطالعه مو د نړۍ له پرمختګونو او اختراعاتو څخه خبروي.
۷- مطالعه مو ذهن پراخوي او نوښتونو ته مو هڅوي.
۸- مطالعه مو په هغو ويونو (لغاتونو) پوهوي، چې مخکې پرې نه پوهېدلئ.
۹- مطالعه مو د لوستلو سرعت مو ګړندی کوي.
۱۰- مطالعه مو املایي تېروتنې سموي.
د مطالعې لارې چارې:
۱- مناسب ځای: ماحول په مطالعه کې لوی لاس لري؛ نو تر هرڅه د مخه اړینه ده، چې د مطالعې لپاره مناسب ځای ولرو.
۲- روان لوستل: په زړه کې یې مه لولئ! حداقل د شونډو په خوځولو سره یې ولولئ تر څو په ذهن کې مو پاتې شي.
۳- په کومه جمله چې پوه نشوئ بیا یې تکرار کړئ.
۴- لنډه دمه پکې واخلئ، دوامداره لوستل مو ستړي کوي. له نیم ساعت مطالعې وروسته باید ۱۰ یا ۱۵ دقیقې تفرېح وکړئ.
۵- له ځان سره پنسل ولرئ او اړین موضوعات په نښه کړئ.
۶-په لومړیو کې هڅه مه کوئ، چې یو کتاب په یو یا دوه ورځو کې ولولئ.
۷- د هر ځای او هر وخت لپاره مناسب کتاب غوره کړئ. په لوږه او ستړیا کې مطالعه مه کوئ.
۸- مناسب وخت: د مطالعې لپاره تر ټولو ښه او مناسب وخت سهار ده؛ ځکه، چې ذهن مو ټوله شپه آرام کړی وي او په سهار وخت کې د مطالعې لپاره ښه چمتو وي.
له مطالعې سره د بلدتیا لارې چارې:
ډېری کسان داسې شته، چې وایي: مطالعې سره ډېره مینه لرم خو ژر حوصله له لاسه ورکوم. مه خفه کېږئ؛ زه یې درته وایم.
۱- د ورځې پېل مو د قرآنکریم په تلاوت وکړئ او هېڅکله یې باید پرې نږدئ.
۲- داسې کتابونه یا لیکنې ولولئ، چې ستاسو د خوښې وړ او جالب مالومات پکې وي.
۳- مجله او ورځپاڼې ولولئ!
۴- ناول، لنډې کیسې او شعري ټولګې لوستل مو مطالعې ته هڅوي.
۵- په لومړیو کې لږه مطالعه کوئ او د وخت په تېرېدو سره مو د مطالعې اندازه لږ لږ زیاتوئ.
وروستي