ابدي مسافر

یوې کونډې خپل زوی ته ډېر نازونه ورکول، چې ښوونځي ته به راته سپین کالي به یې اغوستي وو، تک سپین لکه کفن .......

همېش به په تنکۍ ژبه ورته غږېده، مور یې وایي یوه ورځ مې ورته ویل( زویه!  له ښونځي چې روخصت کېدې لوبې او چکرونه مه وهه،چې ته کور نه وې د خټینې کوټې دیوالونه ما خوري ....

ماشوم حیران راته وکتل او په ډېر لوېدلي غږ یې وویل: چې ما خدای لوی کړي زه به ستا لپاره کلا جوړه کړم او ادې! هغه ښکلې کوټه بیا زما ده .....)
کونډې له زوی سره ډېرې تکلیفونه کول ترڅو راتلونکی یې روښانه شي. څـــو کلونه تېر شول ..... یوه ورځ کلي کې آوازه شوه چې دکونډې زوی رحمت ګل ته یې کوژده کړې.

یو کال پس د جومات په لاره کې ماښام ناوخته مخامخ شوو، ویل حامد! نېږدې وه چې ځمکه خرڅه کړم، خو چا نه اخیسته، خلکو ویل ستا ځمکه ښه حاصل نه ورکوي.

ما ویل خیرت و؟  ... ..ویل یې: یاره ته هم ټوکې کوې واده مې دی او رښتیا ګوره! چې بیا ته هم له کابله راشې .......

یوه میاشت له ناوکۍ سره و، بیا نو پاکستان ته روان شو ویل: مورې! ځم د ډبرو سکاره وباسم که خدای کول ډک لاس به را وګرځم....

زویه!...مه ځه روزي ورکونکی خدای دی، دکلي رمه به ونیسو، که بیاډېره سخته شوه دخلکو دروازې به ټک ټک کړو ...

رحمت لاړ .....دوه میاشتې یې غریبي وکړه، پر آخري ورځ یې خپلې ناوکۍ ته زنګ وکړ او ښه له زړه زړه یې په ټیلېفون کې ورته وخندل د سبا ورتګ زېری یې ورکړ.

د مور یو زوی و  اوبیا لومړۍ مسافري وه نوځکه مور هم ډېره خوشحاله وه له خپلې کوچنۍ لور او نګور سره یې د انتظار شېبې شمېرلې.

مازدیګر لمر په لوېدو و د رحمت ګل چپرکټ د خلکو پر اوږو بار د کونډې کور ته راغی.
رحمت ګل شهید شو د کور سرپرستي یې زړې مور، ناوکۍ او کوچنۍ خور ته پاتې شوه.
خدای دې یې وبښي..........
يادونه: دا کسيه د يو رېښتني  حقیقت څرګندون کوي.