دنوی کرونا وایروس په اړه شل حقیقتونه

۱حقیقت
کرونا وایروس تر دې دمه کوم واکسین نه لری او نه یې پر وړاندې کومه دوا موثره واقع شوی ده.

۲ حقیقت
کرونا د هر عمر خلک مبتلا کولای شي خو زیات عمر لرونکي او هغه کسان چې دشکرې ناروغي ، دزړه او رګونو ناروغۍ او یا د تنفسي سیستم ناروغۍ لکه ساه بندي ولری زر راپرځوي.

۳ حقیقت
دکرونا نه روغ شوی کسان دا مانا نه لري چې ناروغي به ټول عمر ورسره وي (دکرکې وړ نه دی) او د کرونا نه روغ شوی کسان ښایی بیا په نوموړی وایروس اخته شی.

۴ حقیقت
کرونا وایروس د ۴جي او تیلفوني اړیکو دلارې نه نقل کیږي.

۵ حقیقت
لمر یا د ۲۵ سانتی ګراید نه پورته ګرم محیط تاسو دکرونا نه نه شي ساتلی..

۶ حقیقت
داچې هڅه کوی د لسو ثانیو لپاره ساه ایسارولی شي
(پرنجی او ټوخي ونه کړی) دا مانا نه لري چې تاسو په کرونا اخته نه یاست.

۷ حقیقت
دالکولو خوړل تاسو دکرونا نه نه ژغوري بلکې روغتیا ته مو زیان رسوي .

۸ حقیقت
کرونا په مرطوب او یا ګرم محیط کې هم خپریدای شي.

۹ حقیقت
ساړه یا واوره کرونا له مینځه نه شي وړی.

۱۰ حقیقت
په ګرمو اوبو لمبل تاسو له کرونا نه شی ساتلای.

۱۱ حقیقت
کرونا د عوماشو په واسطه نه انتقالیږي .
په دې اړه مالومات کمزوری دی.

۱۲ حقیقت
ګرمې بخارۍ ته لاسونه وچول کرونا له مینځه نه شی وړای.

۱۳ حقیقت
دالترا وایلت شعاع لایټونه چې په کلینیکونو کې استعمالیږي د کرونا وایروس لپاره ضد غفوني نه دي.

۱۴ حقیقت
په بدن دالکولو سپرې او یا کلورینو استعمال کرونا نه وژني بلکې دپوزې خولې اوسترګو میوکوزا ته مو توان رسوي. خو په سطحو استعمال یې دکرونا وایروس له میڼځه وړی شي.

۱۵ حقیقت
دنمونیا واکسین د کرونا لپاره واکسین نه دی. کرونا تر اوسه واکسین نه لری.

۱۶ حقیقت
د مالګې او سالین غرغړه دکرونا ویروس لپاره مفیده نه ده.

۱۷حقیقت
تر اوسه نه ده ثابته شوی چې د اوږې خوراک دې کرونا ته ګټه ولري خو اوږه دځینو مکرونو ضد تاثیر لري.

۱۸ حقیقت
انتي بیوتیک د کرونا په وړاندې کار نه کوي یواځې د ثانوي بکتریایی انتان په صورت کې ناروغانو ته ورکول کیږي.

۱۹حقیقت
هغه اله چې تاسو پرې په ټنډه سکن کیږی یواځې دکرونا داعراضو په صورت کې ستاسو تبه ګوري. تبه نه لرل دامانا نه لري چې تاسو په کرونانه یي اخته بلکې د ددو نه تر څوارلسو ورځو پورې کرونا ستاسو په وجود کې خاموشه پاتې کیدای اونورو ته انتقال کیدای شي.

۲۰ حقیقت
کرونا داوبو اوصابون په واسطه په شلو ثانیو کې ستاسو له لاسونو پاکیدای او له مینځه تلای شي.