د هندوستان بالېوډ اداکارانو او کرېکټ لوبغاړو په مېلېونه ډالر حکومت سره مرسته کړي 

روهي (دوه نۍ/۸ د غوايي)، د هندوستان بالېود سېنما مشهور فلمي ستورو او د کرېکټ لوبغاړو د هندوستان مرکزي او ايالتي حکومتونو سره په مېلېونه ډالر نغدي مرسته کړي چې د کرونا ويروس سره د مبارزې برخه کې يې مصرف کړي. 

سلمان خان، شاه رخ خان، اجي دې وېګن، کټرېنا کېف، کرينه کپور او نور د بالېوډ سېنما فليم لوبغاړو عامو خلکو سره د خوراکي موادو او نغدي مرستو وراېخوا د هندوستان حکومت ته هم نغدې پيسې ورکړي دي، چې د بې وزله او اړو کسانو لاس نېوی پرې وکړي. 

همدا ډول د هندوستان د کرېکټ برخې مشهورو لوبغاړو لکه ويرات کوهلي او نورو د هندوستان يو شمېر روغتونونو ته د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره روغتياپالانو ته وقايي وسايل اخېستي او مېلېونه هندي روپۍ يې  بې وزله کورنيو ته د مرستې لپاره وقف کړې دي.