روژه او ګټې یې

روژه داسلام درېیم رکن او رمضان د اسلامي کليزي نهمه مياشت ده. رمضان د "رمض" له عربي کلمې څخه اخيستل شوې او د سختې تودوخې په مانا ده.
علما وايي دې ته ځكه د سختې تودوخې مانا ورکړل شوې، چې لکه څنګه، چې د اور سخته ګرمي او تودوخه هر څه سوځوي نو روژه هم ګناهونه سوځوي او له منځه یې وړي.

روژه د رحمت، برکت، هدایت او مغفرت میاشت ده او په دې میاشت کې د خدای ﷻ سپېڅلی کتاب (قران کریم) پر حضرت محمد ﷺ باندې نازل شوی ده.

روژه هغه میاشت ده، چې په راتګ سره یې د دوزخ دروازې بنديږي، شیطانان تړل کیږي او خدای ﷻ په هر مسلمان بنده باندې خپل نعمتونه پراخوي.

په دې خو ټول پوهېږو، چې روژه د مسلمان بنده لپاره ډېره با برکته او له مغفرت ډکه میاشت ده او د روژې په نیولو سره مسلمان ته ډېر ثوابونه او اجرونه ورکول کېږي، چې دا یې له اُخروي ګټو څخه ګڼل کېږي. 

الله ﷻ په قرانکریم کې فرمایلي دي:
«شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِىٓ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْءَانُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنٰتٍ مِّنَ الْهُدٰى وَالْفُرْقَانِ ۚ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ ۖ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلٰى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۗ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلٰى مَا هَدٰىكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
رمضان هغه مياشت ده چي په هغې کي قرآن نازل کړاى شو، چي د انسانانو لپاره له سره تر پايه هدايت دى؛ او داسي څرګندي لارښووني په کښي دي چي د سمي لاري ښوونكي او د حق او باطل يو له بله په ډاګه بېلوونكي دي. له دې كبله پر چا چي دا میاشت راسي، پر هغه لازمه ده چي ټوله مياشت روژه ونيسي؛ او كه څوك ناروغ يا مسافر وي، نو هغه دي په نورو ورځو کښي د روژو شمېر پوره کړي. الله پر تاسي اسانتيا راوستل غواړي، سختي راوستل نه غواړي، له دې امله تاسي ته دا طريقه ښودله كیږي چي تاسي د خوړل شویو روژو شمېر پوره کړاى شئ او په كوم هدايت چي الله تاسي سرلوړي کړي یاست، په هغه سره د الله لويي وستایئ او شكر كوونكي اوسئ. البقره: ۱۸۵»

پر دې برسېره، دلته د روژې ځینې دنیوي او روغتیايي ګټې درسره شریکوم، چې په لاندې ډول دي:
د روژي مياشت د انسان د وجود لپاره داسې، مانا لري لکه ماشين. که چيرته يو ماشين "24" ساعته له وقفې یا دمې پرته کار وکړي، نو ممکن، چې له کار څخه وغورځي؛ نو د انسان وجود هم د یو ماشین په توګه کار کوي، چې له ډېر کار او ستړیا وروسته څه اندازه دمې ته اړتیا لري او همدا روژه یې د دمې ښه او مناسب وخت ده.

د روژي مياشت د بدن لپاره د استراحت مياشت ده. روژه د وجود په هر غړي جلا جلا مثبت تاثيرات لري؛ لکه:

1-  په روژه کې د انسان وزن کميږي، په وجود کې ذخيره شوي غوړين مواد له منځه ځي. 
2- روژه د زړه، شکر او د ويني د فشار  ناروغیو په مخنيوي کې مهم رول لري.
3- د لوږې په مقابل کې مقاومت زياتوي. 
4-  د اعصابو فعاليتونه پياوړي کوي، د وجود د کنټرول سيسټم قوي کوي.
5- د خوراك سيسټم منظم کوي، ځيني خلک د ورځې په اوږدو کې ډول ډول خوراکونه کوي، چې روژه د دې عادتونو په ورک کولو کې مهم رول لري.
6-روژه پوستکی پاک ساتي او د پوستکي دانې ورکوي، پښتورګي او ځیګر د زهري او مضرو موادو څخه پاکوي.
7- روژه د انسان ميتابوليزم ګړندي کوي، د عضمي سيسټم، معدې، وړو او لویو کولمو ته استراحت ورکوي.
8- روژه په ګېډه کې د باد د راټولېدلو مخنیوی کوي. (د ځینو خوراکي توکو له امله پیدا کیږي)
9-روژه د اوږد عمر سبب کيږي: څېړنو ښودلې، چې د ميتابوليزم په سست کېدو سره عمر کميږي، خو په روژه کې ميتابوليزم ګړندي وي، او ځيني خلك په روژه کې نشه کوي خو په روژه کې دغه کچه  کميږي.
10- روژه دانسان دوجود دفاعي سيستم قوي کوي. په روژه کې دفاعي سيستم په وجود کې زړې او دفعاليت څخه لوېدلې حجري له منځه وړي او نوې او تازه حجري رامنځته کوي او همداراز د سرطاني حجرو د خپرېدو مخنیوی کوي.
11-په روژه کې د انسان زړه او روح له ټولو پلیتو کړنو څخه لیرې وي؛ نو ځکه روژه زړه او روح صفا کوي. 
څرنګه چې د انسان د بدن لپاره غذا خوراک دی؛ همدا رنګه د روح لپاره غذا عبادت او له نفسي خواهشاتو څخه لیرې والی دی او د نفس د تزکیې لپاره په کال کې تر ټولو غوره موقع، د رمضان روژه ده، چې دا پخپله د جنت لاره ده.
روژه نه د لوږې او نه تندي نوم دی. دا يوه عارضه مياشت ده.
کوم اعمال، چې په روژه کې کوو، باید یواځې په روژې پورې یې محدود نه کړو. دا اعمال باید د عمر په اوږدو کې هره ورځ او هر وخت ترسره کړو، تر څو د الله ﷻ ریښتینې رضأ حاصله او له هر ډول فتنو، بدبختیو او ګناهونو څخه وژغورل شو.