د کرونا ضد مبارزه کې روغتیا وزارت ته صلاحیت ورکول شو

افغانستان کې د کرونا وایروس په خپریدو دی او د نورو هېوادونو په پرتله افغانستان کې د دې وایروس پرضد اقدامونه د قناعت وړ نه دي، یو لامل دا دی چې کافي بودجه نشته او بل دا چې روغتیایي خدمتونه کم دي، یا یې ظرفیت ټيټ دی.

روغتیا وزارت د ۲۵میلیونه ډالرو اټکل کړی چې له کرونا سره مبارزه وکړي، د دې پيسو شل سلنه له ملي بودجه ورکول کیږي او پاتې نورو هېوادونو او سازمانونو ژمنې کړي دي.

روغتیا وزارت ولسمشر غني او یا کابیني ته هر ځل راپور ورکولو کې ځینې ستونزې په ګوته کولې چې ګنې د دوی د مبارزې او کارونو مخه یې نیولې ده.

خو تېره اوونۍ د کابینې غونډه کې د روغتیا وزارت ځانګړي واکونه او صلاحیتونه ورکول شوي چې د کرونا پرضد چتکه مبارزه وکړی.

روغتیا وزیر یواځې د ۵لکه افغانیو د قرارداد واک درلود، خو کابینې اوس واک ورکړ چې کولی شي هر ډول او په هر قیمت قرارداد پرته له تدارکاتو وکړي.

روغتیا وزارت دغه راز کولی شي بې حسابه پيسې په خپل واک او صلاحیت باندې مصرف کړي.

دغه راز روغتیا وزارت صلاحیت ترلاسه کړی چې کولی شي د ګمارنو برخه کې هر څوک په هر څومره معاش باندې وګماري.

روغتیا وزیر کولی شي چې د کرونا سره د مبارزې پر مهال کسان په کم کارۍ او بې کفایتۍ باندې له دندې لیرې کړی.

دا هغه صلاحیتونه دي چې روغتیا وزیر غوښتل او هر ځل به یې پلمه کوله چې د دوی لاس تنګ دی او باید ازاد لاس پريښودل شي.

تراوسه د روغتیا وزارت له خدماتو خلک راضي نه دي، قناعت نه لري، ځکه نه د زیاتو کسانو د کرونا ټیسټ د تشخیص ظرفیت لري او نه د زیاتو کسانو د بستر لپاره کافي امکانات لري.

روغتیا وزارت خپله اعتراف کړی چې د کرونا اخته ناروغانو شمېر زیات دی، خو دا چې دوی کافي امکانات نه لري، اکثره د دوی په کورونو کې کرنتین دي.

خلک خکه کورونو کې کرنتین دي چې روغتیا وزارت نه بستر لري او نه د وقایي لپاره مناسب ځای.

تاسو واوریدل چې هرات او کندهار کې لابراتوارونه شته، خو مواد په کې نشته چې د خلکو تشخیص پرې وکړل شي.

دغه راز کابل کې د افغان جاپان روغتون څلوریشت ساعتونو کې د دوه سوه کسانو د تشخیص وړتیا لري او نورو خلک ان لس او شل ورځې انتظار باسي.

اوس به ولیدل شي چې روغتیا وزارت له نوي واکونو او صلاحیتونه څومره ګټه اخیستلی شي.