کرونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې:  افغانستان کې يې۴ کسان وژلي او  ۱۳۳ نوې پېښې ثبت شوې

روهي (نۍ/۵ د غوايي)، د هېواد عامې روغيتا وزارت مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بيلا بيلو ولایتونو کې ۱۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د نوې پېښو په ثبت سره افغانستان کې په کرونا ويروس د ککړو شمېر ۱۴۶۳ تنو ته ورسېد. 

د ۱۳۳ تازه پېښو ډېری يې په پلازمېنه کابل، هرات او کندهار ولايتونو کې دي. په ټوله کې؛ پلازمېنه کابل کې پر کرونا د ککړو کسانو شمېر له بل هر ولايت لوړ دی. 

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مايار په يوې خبري ناسته کې ويلي چې په ټول هېواد کې ۴۷ کسان له کرونا ويروس مړه شوي او همدا ډول تر دوه سوه نور رغېدلي دي.