دلاسونو ډیر پریمینځلو ستونزې او حل لارې

د کورونا ویروس د خپریدو اساسي لاره  په نوموړې ویروس د لاسونو ککړیدل دي  چې ممکن د مخ د ټي زون ( پزې ، خولې او سترګو ) سره تر تماس وروسته ویروس ستاسو بدن ته داخل شي  ، که لاسونه  مو په تړمو اوبو او صابون سره پریمینځې دخپریدو مخنیوی یې تر ډیره بریده ممکن دی. څیړنې ښیې که تاسې د ۲۰ ثانیو لپاره  خپل لاسونه په تړمو اوبو او صابون سره ومینځئ  نو د لاسونو پرمخ  مو هیڅ ډول ویروس نه پاتې کیږي همدارنګه د ماسوچسټ وروستۍ څیړنې ښیې، که خلک په منظم ډول خپل لاسونه په صابون او اوبو سره ومینځي نو ۷۰ سلنه د کویډ -۱۹ یا کورونا ویروس د خپریدو څخه به یې ځانونه ژغورلې وي.
 
څنګه خپل لاسونه په سم ډول ومینځو؟
دروغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې باید لاسونه په پاکو اوبو او صابون سره ومینځئ یعنې دلاسونو پریمینځلوصابون واخلې که هغه ته لاس رسۍ نه لرې نوهر ډول ځګ کوونکي مایعات یا صابونونه لکه د کالیو مینځلو، مخ مینځلو ان د سرمینځلو شامپو او نور چې ځګ وکړي کارولی شئ مګرغوره ده چې د مخ او لاسونو صابون وکاروئ. لومړی خپل لاسونه په اوبو لوند کړې بیا پرې صابون وموښې ځان ډاډه کړې چې د صابون ځګ ستاسې د ګوتو ترمنځ، نوکانو شاوخوا، د ګوتو پورتنې برخې، بټه ګوته، د لاسونو بندونه، ورغوي او پورتنۍ برخې  ته رسیدلي او ښه مو سره موښلې وي، بیا یې په تړمو اوبو سره ومینځئ، د اوبو نلکۍ باندې اوبه واچوئ او په کاغذي دستمال یې وتړئ او خځل دانۍ کې یې واچوئ، زمونږ په وطن کې ډیری خلک د مخ پړونې کاروي پس غوره ده چې نلکۍ هم په صابون پریمینځې او بند یې کړئ او خپل لاسونه مود مخ په پړونې وچ کړې، کارول شوې رومالونه تر کارونې وروسته  په منظم ډول ومینځې او لمر ته یې کیږدئ، ځینې خلک د لاسونو سنټایزر، ، الکول، عفوني ضد او خوشبویه مایعاتو څخه کار اخلي چې کارونه یې ګټور دي مګر تر ټولو غوره یې  په صابون او تړمو اوبو سره دلاسونو پریمینځل دي.
 
څه وخت باید خپل لاسونه ومینځو؟
کله چې له کوره دباندې وځئ، د شیانو تر لمس کولو، یا هم د پرنجیدو یا ټوخي وروسته، کله چې خپل ماسک لیرې کوې او همدارنګه کله چې له یو داسې کس سره مخامخ کیږې یا مرسته کوې چې هغه ناروغ وي فرق نه کوي چې ناروغي یې تشخیص شوې وي یا نه؟ له ډوډۍ خوړولو مخکې  او وروسته خپل لاسونه په اوبو او صابون سره پریمینځئ.
 
د لاسونو ډیر پریمینځل کومې ستونزې زیږوي؟
د لاسونو ډیر پریمینځل ددې لامل ګرځي چې دپوستکې  پرمخ غوړ له مینځه ولاړ شي  او د پوستکې د تماسي ډیرماټیټ (یو ډول د پوستکې وچوالۍ او الرژی دی)  سبب ګرځي چې نوموړې ستونزه په حقیقت کې د لاسونو ډیر پریمینځلو په پایله کې رامنځته کیږي.
 
ایا هغوی چې دپوستکې وچوالۍ یا دپوستکې خارښت (لړمۍ کیدل) لري څه باید وکړي؟
هغوی چې له وړاندې یې په کورنۍ کې یو څوک (معمولا مور او پلار)  د پوستکې لړمۍ کیدلو ستونزه لري نو د لاسونو په صابون ډیر پریمینځلوسره یې ستونزه لا ډیریږي!   
 
    په نارمل ډول سره د لاسونو  پوستکې حجرې هڅه کوي چې لمده بل په خپله سطحه وساتي مګر هغوی چې دا ډول ناروغۍ یا ستونزې لري د پوستکې دغه برخه یې کمزورې شوي وي او په اسانۍ رطوبت ترې وځي، درطوبت په وتو سره پوستکې یې وچیږي او خارښت تحریکوي.
 
 زما وړاندیز دادی چې دپوستکې مرطوب کونکي کریمونه یا پوماډونه چې پخپل ترکیب کې سټروءیډونه ولري وکاروې تر څو پوستکی موغوړاومرطوبه وساتي مګر ددې کریمونود کارونې په وخت کې عطر (خوشبویه)، د ویښتانو یا بدن سپری ګانۍ  سمدلاسه مه کاروئ ځکه کولی شي چې  د لاسونو پوستکې وچوالۍ، خارښت  او الرژي سبب شي  چې د اریټانټ ډیرماټیټ چې په ولسي ژبه کې د پوستکې تحریک کیدونکې خارښت په نوم سره یې خلک  پیژني  لامل کیږي. ممکن تاسو سره دا پوښتنه رامنځته شوې وي چې پورتنۍ مواد څنګه وکاروې؟ پورته ذکر شوې مواد کارولی شئ مګر له کارولو څخه یې نیم ساعت وړاندې خپل دلاسونو پوستکې په غوړ لرونکې کریمونو یا پوماډونو غوړکړئ.
 
ایا خپل لاسونه په ګرمو یا تړمو یا سړو اوبو پریمینځو؟
که مو لاسونه ډیر غوړ ونه لري نو باید یې په شیرګرمه اوبو پریمینځئ، که صابون یا دلاسونو دمینځلو مایعات په لاس کې ولرئ نو توپیر نه کوي چې په ګرمو، شیر ګرمه یا سړو اوبو سره لاسونه پریمینځئ.
 
په ورځ کې څو ځلې الکول د لاسونو د ضد عفونې کولو لپاره وکاروو؟
مهمه دا ده چې الکول پرله پسې سمدلاسه مه کاروئ، د اړتیا پرمهال یې وکاروې!  تر کارونې یې وروسته سمدلاسه خپل لاسونه اور ته مه نږدې کوې  ځکه الکول د اور جذبولو خاصیت لري چې خدای مه کړه ځان وسوزوې!
 
ایا هغه کریمونه چې د ښکلا، لاسونو اومخ غوړولو لپاره کارول کیږي یا هم هغه کریمونه چې پخپل ترکیب کې سټرویدونه لري زمونږ د معافیت سیسټم کمزورې کوي؟
 
نه، ددې کریمونو په ترکیب کې دومره سټرویدونه شتون نه لري چې زمونږ دبدن معافیت سیسټم کمزروی کړي مګر هو، هغه سټرویډونه چې د درمل یا په لوړ ډوز (مقدار) سره واخیستل شي زمونږ د بدن په معافیت سیسټم باندې مستقیم منفي اغیز کوي.
 
دلاسونو پریمینځلو لپاره لاندې سپارښتنې په نظر کې ونیسئ:
لومړی: کله چې مو لاسونه ومینځل د اوبو نلکۍ په کاغذ سره وتړئ.
 
دويم:  که اوبو او صابون ته لاسرسۍ نه لری بیا د لاسونو عفوني ضد مایعاتو یا سنټیزر څخه کار واخلئ.
 
دریېم: کله چې مو لاسونه لانده وي، نورو اجسامو ته لاس مه وړئ ځکه ویروسونه په لوندو لاسونو باندې ډیر ژر پاتې کیږي، په تمه شئ چې لاسونه مو وچ شي یا هم په کاغذي دستمال یا د مخ پړونې باندې یې وچ کړې.
 
څلورم:  توپیر نه کوې چې هر ډول صابون وکاروې، هماغه عادي صابونونه چې مونږ یې د لاسونو او ځان پریمینځلو لپاره کاروو وکاروئ، کارونه یې ګټور دي.
 
پنځم:  د امکان تر حده پخپل پوزه، خوله او سترګو باندې له لاس وهلو څخه ډډه وکړئ، دا هغه ممکنه لارې دي چې تاسې ته ویروس انتقالیدای شي.
 
شپږم:  کله چې پرنجیږئ یا ټوخیږئ ان که ناروغ هم نه یې هڅه مه  کوې چې د  خپل لاس  ورغوي خپل مخ ته  مه نیسئ  پرځای یې خپل څنګل خولې ته ونیسئ، هغوی چې عادت شوي چې د پرنجیدو پرمهال خپل لاسونه خولې ته نیسي نو هڅه دې وکړي چې نورو اجسامو او خپل مخ، پوزه، سترګې او خولې دې نه  لمس  کوي ځکه ممکن ویروس په ازاده هوا کې د څو ساعتونو لپاره ژوندی پاتې شي او که بل څوک ان ستاسې د خپل کورنۍ نور غړي  هماغه جسم لمس کړي نو ورته ویروس لیږدولی شئ.