سور صلیب: دا خطر شته چې خلک به په ډله ییزو قبرونو کې خاورو ته سپارل کېږي، ریکارډ یا اسناد به یې کم وي

روهي(جمعه/۵ د غویي)، د عامې روغتیا له وزارت سره په شریکه د کورونا وېروس له کبله د ناپېژاندو مړو شویو کسانو د جسدونو د کفن، دفن پر اړوند مسایلو او په ټولنه کې د همدې ناروغۍ له کبله د مړو کسانو د کفن، دفن په تړاو د عامه پوهاوي ډېرولو لپاره پر پلان کار کوي.
 
 
د سور صلیب کومېټه وایي،‌ دوی دا مهال په افغانستان کې په لاندې برخو کې کار کوي:د عامې روغتیا وزرات عدلي طب څانګې ته یې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو جسدونو سمبالښت لړ کې تخنیکي مشورې ورکړې، د مړو لپاره یې د کاریدونکو کڅوړو مرسته کړې او په کابل، هرات، کندهار او لښکرګاه کې یې د عدلي طب څانګې کارکوونکو ته د شخصي خوندیتوب لپاره کاریدونکي الات (پي پي اې) ور کړي دي.
 
 
د سور صلیب نړیواله کمېټه وايي، د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر ښايي په ځايي توګه د مړو کسانو ښخولو چارې له ستونزو سره مخ کړې، خو چارواکي د کافي چمتوالي پر مټ د دې احتمالي خطر مخه نیولی يشي او د یوه بشپړ پلان له مخې د مړو کسانو او ژوندي پاتې خپلوانو مناسب درناوی کيدلی شی.
 
د سور صلیب چارواکي زیاتوي، د جسدونو او د مړه کس د پاتې کورنۍ د غړو بشپړ درناوی وشي او د لازمو اسنادو او لخڅې(شناختې) له چمتو کولو وروسته خاورو ته وسپارل شي:
"چارواکي باید د مړو کسانو د جسدونو ساتلو لپاره اړین وسایل او کافي ساحه ولري او مړي د هغوی له کلتوري او مذهبي دود، دستور او عقیدې سره سم خاورو ته وسپارل شي