د عامې روغتيا او حج او اوقافو وزايران: حکومت او طالبان دې اوربند وکړي 

روهي (دوه نۍ/۲ د غوايي)، د هېواد عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز او حج او اوقافو وزير مولوي عبدالحکیم منیب کابل کې نن په يوې خبرې ناسته کې له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې اوربند دې وکړي. 

دغه دوه وزيرانو  جګړې کې د ښکېلو  دواړو خواوو غوښتي دي چې هېواد کې کرونا ويروس سره د مبارزې او روژې مبارکې مياشتې په پار دې سره اوربند وکړي. د دوی  په غوښتنه که تل پاتې اوربند نه وي نو افغان حکومت او طالبان دې روژې په مبارکه مياشت کې اوربند وکړي. 

حج او اوقافو وزير کرونا ويروس د مخنيوي په اړه له خلکو غوښتي، "زه یې په ښکاره وایم زموږ فتوا د جوماتونو د تړلو په اړه نه ده، زموږ غږ او د ډاکټرانو غږ یو دی. زموږ فتوا دا ده هر هغه څوک چې عمر یې زیات دی او جدي ناروغي لري، شکر لري، د زړه تکلیف لري، د ستوني درد لري او ټوخیږي، باید جوماتونو ته ولاړ نشي."

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي نړۍ کې د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو د اوربند غوښتنه کړې وه، خو افغانستان کې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.